باز محمد مبارز نن له روسي سیال سره په فري فایټ کې د لوبې ډګر ته وځي

 

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د ازادې مبارزې (فري فایټ) تکړه لوبغاړې بازمحمد مبارز نن شپه د خپل روسیي سیال په وړاندې د لوبې مېدان ته ووځي.

د باز محمد مبارز په ټولنیزه فیسبوک پاڼه کې راغلي دي چې سیالۍ به نن (مارچ۱۲مه) شپه د افغانستان په وخت ۸ نیمې بجې په روسیه کې ترسره شي.

باز محمد مبارز په خپل پیغام کې نننۍ سیالۍ ته د پوره چمتووالي ډاډ ورکړی دی او له ټولو افغانانو یې غوښتي ترڅو یې په خپلو دعاګانو کې یاد وساتي.

سیالۍ به نن د روسیي په "لوزیخنیکي" ورزشي لوبغالي کې ترسره شي.

بازمحمد مبارز زیاته کړې ده، چې د نن شپې سیالۍ له پاره یې په کابل کې بشپړ تمرینات ترسره کړي دي او خپل سیال ته د ماتې ورکولو له پاره چمتووالی لري.

د یادونې وړ ده، چې نننۍ لوبه د افغان بازمحمد مبارز له پاره د تیر۲۰۱۵ م کال دیسمبر میاشتې راهیسي لومړۍ لوبه ده.

بازمحمد مبارز په خپله وروستۍ لوبه کې چې د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې ښار کې ترسره شوې وه د اسلام موکایف خلاف ماته خوړلې وه.

ټاکل شوې ده ۲۶ کلن تکړه افغان "فری فایټ" لوبغاړې بازمحمد مبارز به په ۱۶۲ کیلو ګرامه وزن کې د خپل روسیي سیال "امیرستاروف" خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.

د یادونې وړ ده، چې د دواړو افغان او روسیي سیال ترمینځ د نن شپې نړیواله "فري فایټ" سیالۍ د "او ایف ایس" ادارې له خوا ترسره شوې ده.

بازمحمد مبارز د افغانستان د "مکس مارشل ارټس" لوبې یو پیاوړی لوبغاړې شمیرل کیږي، چی په زیات شمیر نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په ګټه لوبیدلې او بریاوې یې خپلې کړې دي.

باز محمد مبارز نن په داسې حال کې د روسیي سیال په وړاندې د لوبې ډګر ته وځي، چې څو ورځې وړاندې یوه بل افغان لوبغاړي سیربهادرزاده په امریکې کې خپل امریکایي سیال په لومړۍ دقیقه کې "ناک اوټ" کړ او بریا یې خپله کړه.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام