حکومت فوټبال او کرکټ له نژدې ستايي

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهيمي په نننۍ عمومي غونډه کې وویل، چې د کرکټ او فوټبال لوبو د هڅونې له پاره به په نژدې وختونو کې د حکومت او ولسي جرګې ګډ اداري پلاوی هغو هېوادونو ته لاړ شي په کومو کې، چې د افغانستان د کرکټ او فوټبال ملي ټيمونو لوبغاړي له نورو هېوادونو سره راتلونکې لوبې ترسره کوي.

سبا یک شنبه (جنوري۱مه) به د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د هندوستان له ټيم سره پای لوبه ترسره کړي او له دې وروسته به افغانستان له يوه درجه پورته هېوادونو یا مرکزي اسیا هېوادونو له ملي ټيمونو سره لوبې کوي.

یاده دې وي، چې تر اوسه افغانستان د جنوبي اسیا هېوادونو د فوټبال له ملي ټيمونو سره لوبېده.

په مرکزي اسیا هېوادونو کې تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، ایران او ترکمنستان هېوادونه شامل دي، چې په ټولو کې بیا د ایران د فوټبال ټيم تر اوسه په لوبو کې له ځانه تر ټولو ښه وړتیا ښودلې.

همدارنګه د افغانستان د کرکټ ملي ټيم به هم له زیمابوې هېواد سره ۵ لوبې ترسره کوي، چې تر اوسه يې دوې لوبې کړي او دواړه يې ګټلي دي.

په وروستۍ لوبه کې شهزاد محمدي د لوبې تر وروستي شيبې پاتې شو او ۱۳۱ منډو په کولو سره لوبه د افغانستان په ګټه تمامه کړه.

یاده دې وي، چې افغانستان د فوټبال ملي ټيم تر اوسه په جنوبي اسیا فوټبال سیالو کې ۴ لوبې کړي، چې لومړۍ لوبه يې له بنګله دېش هېواد سره وه او ۴ پر وړاندې د صفر يې دغه هېواد ته ماتې ورکړه.

همدارنګه دویمه لوبه يې له بوتان سره وکړه، چې دغه هېواد ته يې بیا ۳ پر وړاندې د صفر ماتې ورکړه.

افغانستان د فوټبال ملي ټيم په خپله درېیمه لوبه کې مالدیف هېواد ته ۴ پر وړاندې د ۱ ماتې ورکړه او په وروستۍ څلورمه لوبه کې بیا سریلانکا ته ۵ پر وړاندې د صفر ماتې ورکړه.

زیات شمېر فوټبال پوهان وايي، چې د افغانستان وروستيو لوبو ته په کتو سره به په پای لوبه کې هندوستان ته هم ماته ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام