افغانستان په فوټبال کې له پاکستان ماتې وخوړه

د تاجکستان په کوربتوب د ۱۴ کلنو اسیایي فوټبال سیالیو فیسټیوال د د فاعي اتلې افغان لوبډلې په ماتې سره پیل شو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې د سیالیو په لومړۍ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې افغان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې ته ۰-۱ ماتې ورکړه.

خبرپانه زیاتوي چې په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې هم د پاکستانۍ لوبډلې خلاف ګول ترسره کړ خو د لوبڅار لخوا د (اف سایډ) په توګه اعلان شو.

د پاکستان خلاف سیالۍ کې طوفان رسولي، محمد امین، عبدالحې، محمد هلال، رحیم الله، محمد شاه، فرشید احمد، احمد شبیر، محمد نعمان، محمد جعفراو راشد عزیزي په میدان کې لوبه وکړه.

د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي چې ددې سیالیو په دوام به افغان ۱۴ کلنه فوټبال ملي لوبډله سبا له نیپالۍ لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان او نیپال ترمینځ به د سبا ورځې سیالۍ د افغانستان په وخت مازیګر ۵ بجې ترسره شي.

د ۱۴ کلنو ځوانانو د فوټبال دغه دریم پړاو اسیایي فیسټیول پرون د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې ښار کې پیل شو.

په دې سیالیو کې د افغان ۱۴ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په ګډون د ۷ اسیایي هیوادونو فوټبال لوبډلې برخه لري چې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي.

د سیالیو لپاره په لومړي ګروپ کې څلور لوبډلې ایران ، هندوستان ، سریلانکا او کوربه تاجکستان او په دویم ګروپ کې بیا افغانستان، نیپال او پاکستان ځای لري.

دیادونې وړ ده چې په دې سیالیو کې دافغانستان ۱۴ کلنه فوټبال ملي لوبډله له تیرکال اتلولۍ څخه دفاع کوي چې تیرکال یې ترلاسه کړې وه.

د تاجکستان په ۱۴ کلنو اسیایي فوټبال فیسټیول ته د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا ۱۸ لوبغاړي ، ۲ روزونکي او ۱ ډاکټر لیږل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام