
بنګلهدېشي کرکټ بورډ تېره اوونۍ د راتلونکیو سیالیو لهپاره خپله لومړنۍ ۳۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې نن یې د افغانستان پر خلاف ۳ نړۍوالو شلاوریزو لوبو لهپاره خپله وروستۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
دا دواړه هېوادونه د کرکټ په تاریخ کې د لومړی ځل لهپاره د دوو اړخیزو شلاوریزو لوبو په سیریز کې سره مخامخېږي.
د بنګلهدېشۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري شکېب الحسن کوي او مصدق حسین یو ځل بیا دې لوبډلې ته راغوښتل شوی؛ خو تېز توپاچوونکی تکسیناحمد او امرالقیس چې د سریلانکا په سفر کې له بنګلهدېشۍ لوبډلې سره ملګري وو؛ د افغانستان خلاف سیالیو ته په بنګلهدېشۍ لوبډلې کې ځای نهدی خپل کړی.
د بنګلهدېشي کرکټ بورډ لهخوا په اعلان شوې ۱۵ کسیزې لوبډلې کې تمیم اقبال، سومیا سرکار، لیټن ډاس، مشفیق الرحیم، صابر رحمان، عارفلحق، مهدي حسن میراز، نزمل الاسلام، مستفیظ الرحمان، ابوحیدر، ابوجید او روبل حسین شامل دي.
ویل کېږي، که څه هم د سومیا سرکار وروستۍ لوبې د پام وړ نهدي؛ خو بیا هم نوموړی د لوبډلمشر شکېب الحسن او روزونکي کورټني والش په غوښتنه په لوبډلې کې اخېستل شویدی.
ټاکل شوې، د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د راتلونکې جون په ۳مه نېټه د هندوستان په (دیهاردون) نړۍوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب وشي.
.jpg)
د دې لړۍ دویمه شلاوریزه لوبه به د جون په ۶مه او وروستۍ شلاوریزه لوبه به د جون په ۷مه نېټه د افغانستان پر وخت د شپې ۷ بجې پیل شي.
افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ په تاریخ کې یوازې یوه نړۍواله شلاوریزه لوبه په ۲۰۱۴ کال کې کړېده چې بنګلهدېش پهکې افغانستان ته په ۹ وېکټو ستره ماتې ورکړېوه.
دیادونی وړ ده چی د افغانستان کرکټ ملی لوبډله د څوو اونیو راپدیخوا په هندوستان کی په تمریناتو بوخته ده خو تراوسه معلومه نه ده چی د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټه به کله د بنګله دیش خلاف ۲۰ اوریزه او د هندوستان خلاف یواځینۍ تاریخي یتسټ سیالۍ ته لوبډله اعلان کړي.
ټاکل شوی ده د بنګله دیش خلاف د ۳ نړېوالو شل اوریزه لوبو وروسته به د افغانستان کرکټ ملی لوبډله د جون میاشتی په ۱۴مه نیټه په خپله لومړنۍ تاریخي ټیسټ لوبه کی د بنګلور په لوبغالي کی د هندۍ کرکټ ملي لوبډلی خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.





