تر نړۍوال جامه تر ټولو فارغه لوبډله د افغانستان ده

په‌داسې حال کې چې د افغانستان رسمي کرېکټ سیالۍ د تېرې سپټمبر په ۲۵مه پای ته رسېدلي دي؛ ملي لوبډله کومه سیالي نه‌لري.

ښایي په APLT20 کې د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړیو د بوختیاوو له کبله کومې سیالۍ نه‌وې برابرې شوې؛ خو په‌کار ده چې له اوسنیو فرصتونه ګټه واخېستل شي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي‌دي چې افغان کرېکټ بورډ د عربي اماراتو په سفر له بوختې نیوزیلینډۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره ۲ پلان شوې ۲۰ اوریزې کرېکټ‌سیالۍ لغوه کړې‌دي؛ خو په‌دې اړه مو د کرېکټ‌بورډ د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو ځواب یی رانه‌کړ.

افغان کرېکټ‌بورډ د نورو هېوادونو سره د سیالیو برابرولو ترڅنګ د دې چانس لرلو چې د عربي اماراتو په سفر له بوختو اسټرالوۍ او نیوزیلینډۍ کرېکټ ملي لوبډلو سیالۍ برابرې کړې‌وی او یا د هند په سفر له بوختې ویسټ‌انډيزۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره هم سیالۍ وکړي؛ خو د کرېکټ بورډ نږدې ټول چارواکي په (APL) کې بوخت وو.

افغانستان ته د بنګله‌دېش کرېکټ‌بورډ ښه مثال کیدای شي چې که څه هم یاد هېواد د کرېکټ نړۍوالې شورا په FTP کې له زمبابوی سره روانه میاشت سیالۍ نه‌لرلې؛ خو زمبابوی او بنګله‌دېش په‌دې هېواد کې ۳ پنځوس اوریزې سیالۍ وکړې.

که څه هم افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال تر شپږمې میاشتې په FTP  کې هېڅ کومه کرېکټ لوبه نه‌لري؛ خو په ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې نورې ټولې ګډونوالو ۹ لوبډلې مخ پر وړاندې سیالۍ لري او یا هم اوسمهال په سیالیو بوختې دي.

د راتلونکې کال په جنورۍ کې له افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پرته، د زمبابوی ترڅنګ ټولې ۹ لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبېږي.

د راتلونکې کال په جنورۍ کې زمبابوی له بنګله‌دېش سره، پاکستان له سویلي افریقا سره، ویسټ‌انډيز له بنګله‌دېش او انګلستان سره، اسټرالیا له هند او سریلانکا سره، هند له اسټرالیا او نیوزیلینډ سره او سویلي افریقا له پاکستان سره سیالۍ کوي.

همدارنګه سریلانکا له اسټرالیا سره، نیوزیلینډ له هند سره، انګلستان له ویسټ‌انډيز سره، بنګله‌دېش له ویسټ‌انډيز او زمبابوی سره سیالۍ وکړي چې په ترڅ کې به یې یا هم له روان کاله غځېدلي سیریزونه پوره شي او هم به یې ځېنې لوبډلې نوي سیریزونه ولوبوي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په FTP کې به بیا افغان کرېکټ ملي لوبډله په فېبرورۍ کې له ایرلینډ سره یو ټېسټ، ۵ پنځوس اوریزې او ۳ شل‌اوریې لوبې وکړي.

پاکستان به له ایشیا کپ وروسته له اسټرالیا سره په عربي اماراتو کې لوبې وکړي چې ورپسې له نیوزیلینډ سره سیالۍ لري او بیا له ۳ ټېسټ، ۵ پنځوس اوریزو او ۳ شل‌اوریزو لوبو له‌پاره سویلي افریقا هېواد ته سفر وکړي.

د اسیایي جام اتله هندۍ کرېکټ ملي لوبډله له ویسټ‌انډيز سره په سیالیو بوخت دی او راتلونکې نومبر کې به اسټرالیا ته د سیالیو له‌پاره سفر وکړي.

انګلستانۍ لوبډله بیا په یوه بشپړکرېکټ سیریزد سریلانکا په سفر بوخته ده؛ خو تر ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړۍوال جام پورې په‌خپل FTP مهال‌وېش کې نورې نړۍوالې سیالۍ نه‌لري.

په‌خپله سریلانکا په انګلستان کې د روانو ۵ پنځوس اوریزو، یو شل‌اوریزو او ۳ ټېسټ لوبو وروسته په FTP  کې له نیوزیلینډۍ کرېکټ ملي لوبډلې سره هم سیالۍ لري.

ویسټ‌انډيزۍ کرېکټ ملي لوبډله له هند سره له لوبېدلو وروسته د دوو ټېسټ، ۳ پنځوس اوریزې او یوې شل‌اوریزې لوبې له‌پاره  بنګله‌دېش ته ورځي.

سویلي افریقا ـ چې روانه میاشت یې له زمبابوی سره ۳ پنځوس اوریزې سیالۍ وکړې ـ راتلونکې میاشت د ۳ پنځوس اوریزو او یوې شل‌اوریزې لوبې له‌پاره اسټرالیا ته ورځي.

نیوزیلینډۍ کرېکټ ملي لوبډله اوسمهال د ۳ شل‌اوریزې، ۳ پنځوس اوریزې او ۳ ټېسټ سیالیو له‌پاره د پاکستان خلاف د عربي اماراتو په سفر بوخته ده؛ بیا به ډېسمبر کې د ۲ ټېسټ، ۳ پنځوس اوریزې او یو شل‌اوریزې لوبې له‌پاره سریلانکا هېواد ته سفر وکړي.

اسټرالوۍ کرېکټ ملي لوبډله بیا چې له جولای وروسته یې روانه میاشت له پاکستان سره ۲ ټېسټ او ۳ شل‌اوریزې لوبې وکړي؛ راتلونکې میاشت لومړۍ له سویلي افریقا سره ۳ پنځوس‌اوریزې او بیا یو شل‌اوریزې لوبې کوي او بیا به د ۴ ټېسټ، ۳ پنځوس‌اوریزې او ۳ شل‌اوریزو لوبو له‌پاره د مېلمه هندۍ لوبډلې کوربتوب وکړي.

دا چې افغان کرېکټ‌بورډ د راتلونکې ۲۰۱۹ کال تر فېبرورۍ پورې د نړۍوالو سیالیو تشه څرنګه او له کومو لوبډلو سره په لوبو ډکوي معلومه نه‌ده او نه هم په‌دې موده کې د پلان شویو کورنیو سیالیو مهال‌وېش رسنیز شوی‌دی چې باید غم یې وخوړل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام