افغانستان په رګبي سیالیو کې اماراتو ته ماتې ورکړه

د اندونیزیا په کوربتوب د ۱۸م پړاو روانو اسیايي المپیک سیالیو کې د افغانستان وروستۍ ورزشي رشتې «رګبي» هم نن سیالۍ پیل کړې.

د سیالیو رسمي وېب‌پاڼې د مالوماتو له مخې، که څه هم افغان ۷ کسیزې رګبي ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د ۵ پر ۴۲ امتیازونو د کوریا په وړاندې وبایلله، خو دویمه هغه یې د ۳۵ پر صفر امتیازونو له عربي اماراتو وګټله.

یادو سیالیو کې د ګډون له‌پاره افغان ملي لوبډلې ته له اسټرالیا او نیوزیلنډ نه هم لوبغاړي راغلي وو.

ټاکل شوې افغان رګبي ملي لوبډله سبا خپله راتلونکې لوبه په «سي» ډله کې له سریلانکايي لوبډلې سره وکړي.

په «سي» ډله کې کوریا دواړه لوبې ګټلي، اماراتو دواړه بایللي او افغانستان او سریلانکا بیا اماراتو ته ماتې ورکړي، خو د کوریا په وړاندې یې ماتې خوړلې دي.

د اسیايي المپیک په روانو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو ۷ کسیزې رګبي ملي لوبډلې په ۳ ډلو کې لوبېږي چې د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکې لوبډلې به د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو مډالونه واخلي.

په یادو سیالیو کې د افغانستان «جودو» لوبغاړو هم خپلې وروستۍ سیالۍ کړي چې ارین رشاد، محمدظاهر سروري او اسماعيل کاکړ درې واړو لوبې بایللي او هېڅ مډال یې ګټلی نه‌دی.

د یادونې ده چې د رګبي ملي لوبډله په روانو المپیکي سیالیو کې د ۱۶ افغان ورزشي ډلو کاروان کې د افغانانو له‌پاره وروستۍ هیله ده چې د خالد هوتک او منصور سروري د ۲ برونزو مډالونو ترڅنګ به بل مډال هم وګټي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام