په انګلستان کې د افغان‌کرېکټ ملي لوبډلې سیالي اعلان شوه

که څه هم افغان کرېکټ‌بورډ دانګلستان په کوربتوب ۲ اوونیو تمریناتي سفر کې د افغان کرېکټ‌ ملي لوبډلې د بوختیاوو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو یوې بهرنۍ رسنۍ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یوې شل‌اوریزې لوبې خبر ورکړی.

د انګلستان (ایونټ برایټ) وېبپاڼې د راپور له‌مخې، افغان کرېکټ ملي لوبډله ایرلینډ ته له روانېدلو ۲ ورځې مخکې په انګلستان کې له ورمسلي (سر پال ګیټي) کرېکټ لوبډلې سره یوه نمایشي ۲۰ اوریزه کرېکټ سیالي وکړي.

د دواړو افغانستان او ورمسلي (سرپال ګیټي) غورې لوبډلې ترمنځ به دغه شل‌اوریزه کرېکټ‌لوبه د اګست پر ۱۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت ماښام ۷ نیمې او د انګلستان پر وخت مازیګر ۴ بجې په مشهور «ورمسلي» کرېکټ لوبغالي کې وشي.

د راشد خان، مجیب ځدران، شهزادمحمدي او نبي عیسی‌خېل په څېر د مشهورو لوبغاړیو په موجودیت کې د دې نمایشي شل‌اوریزې کرېکټ سیالۍ لیدلو له‌پاره له اوسه کمپاین روان دی چې د مینه‌والو له‌پاره د سیالۍ لیدلو په موخه ۱۰ پونډه ټکټ هم اېښودل شوی‌دی.

تر اوسه له بلې لوبډلې سره د تمریناتي سیالۍ په اړه رسماً څه نه‌دي ویل شوي.

ټاکل شوې‌ده، په انګلستان کې له تمریناتي کمپ وروسته به افغان کرېکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف ۳ شلاوریزو او همدومره ۵۰ اوریزو کرېکټ

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام