
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهوره ال راونډر او پخواني کپتان محمد نبي عیسی خیل د پاکستان په لومړي پړاو (سوپرلیګ) سیالیو کې دلوبیدو په اړه له یو راز څخه پرده پورته کړه.
عیسی خیل کریک انفو سره په مرکه کې ویلي دي چی د (پیښور زلمي) لوبډلې مشر جاوید افریدي ورسره د لوبولو ژمنه کړی وه خو داسې یې ونه کړل.
د نوموړي په وینا، چې د پاکستان سوپرلیګ سیالیو په نیلامۍ کې ورته داسې بریښیده چې هیڅ کومه لوبډله به یې وانخلي او ان تردې چې د پیښور زلمي لوبډلې مشر جاوید افریدي هم په خپله ژمنه ورسره وفا ونه کړه.
د افغان ال راونډر په وینا، له خپلې خوښې انګلستاني کرکټر پیټرسن سره لوبیدل او دپاکستان په سوپرلیګ سیالیو کې غوره کیدل ورته د ویاړ ځای دی.
عیسی خیل اوس مهال یواځینی افغان لوبغاړی دی، چې په (پی ایس ایل) سیالیو کې د سرفراز احمد په کپتانۍ کې د(کویټې ګلډیټرز) لوبډلې په ګټه لوبیږي چې اوس مهال د عربي اماراتو په کوربتوب پیل شوي دي.
د نبي عیسی خیل په وینا، په (پي سي ایل) سیالیو کې داخسیتل کیدو وړاندې یې د سیالیو له پاره نیلامي له نیږدې د عربي اماراتو په هوټل کې ننداره کوله.
د ښاغلي عیسی خیل زیاتوي، چی د شاپورځدران او سمیع الله شینواري له مینځ څخه د کویټې ګلډیټرز لوبډلې له خوا واخیستل شو، چې ورته په دې سیالیو کې لوبیدل ستر افتخار دی.
نبي عیسی خیل زیاته کړې ده، چې د خپلې خوښې کرکټر انګلستاني کیون پیټرسن سره، چې څو کلونه وړاندې یې (هیرو) و او اوس ورسره په یوه لوبډله کې لوبیږي.

د نبي عیسی خیل په وینا، په ۲۰۰۶ کال کې یې دهندوستان په سفر بوختې انګلستانۍ لوبډلې خلاف د لومړي ځل له پاره د خپلې خوښې کرکټر (کیون پیټرسن خلاف په (نیټ) کې ډیر بالینګ وکړ، خو د هڅو سره سره د خپلې خوښې کرکټر پیټرسن په سوځولو کې پاتې راغلی و.
د ښاغلي عیسی خیل خوښي وښوده، چې له مشهوره ویسټ انډيزي لوبغاړي سر ویف ریچرډز څخه روزنه ترلاسه کول ورته ستر چانس دی، چې په خپله ریچرډز په پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړي په لوبیدو ډيرحیران شوی هم و.
دیادونې وړ ده چې د ۳۱ کلن افغان ال راونډر نبي عیسی خیل له پاره د بنګله دیش تجارتي سیالیو وروسته دا ستر چانس دی، چې د مشهوره کرکټ لوبغاړو په مینځ کې د پاکستان سوداګریزو سیالیو له پاره غوره کیږي.
پخواني افغان کپتان ويلي، چې د پاکستان په سوپرلیګ سیالیو کی د اسلام اباد خلاف لوبه کې یې د کیون پیټرسن په ډاډ ۳ کیچونه ترلاسه کړل او هم یې د مصباح الحق خلاف د کیون پیټرسن څخه په بالینګ کې څو وړاندیزونه هم ومنل چې ګټور وو.
نبي عیسی خیل زیاته کړې ده چې له دواړو کیون پیټرسن او مرستیال روزونکي ویسټ انډيزي ریچرډ څخه یې ډیر څه زده کړي دي، چې په افغانستان کې به یې له ځوانو کرکټ لوبغاړو سره شریک کړي.
د عیسی خیل په وینا غټ کرکټ کې مهمه خبره فشار کنټرول دي او د پاکستان سوپرلیګ سیالیو کې له دغه مرض څخه د ځان خلاصي زده کولو چانس هم لري.





