افغانستان به د سويلي اسیا فوټبال جام سیالیو ته په قطر کې تیاری ونیسي

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د هندوستان په کوربتوب ۱۱ پړاو سويلي اسیا فوټبال جام سیالیو ته په ۲ پړاونو کې تمرینونه وکړي.

د فوټبال فدراسیون له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، چې افغان فوټبال ملي لوبډله به په کابل کې د تمریناتي کمپ وروسته به قطر ته هم سفر وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې افغان فوټبال ملي لوبډله به لومړې د راتلونکي ډېسمبر میاشتې له ۸ مې تر ۱۲ مې نېټې په کابل کې تمریناتي کمپ ولري.

دغه راز په کابل کې به د تمریناتي کمپ وروسته به افغان فوټبال ملي لوبډله د ډېسمبر تر ۲۰ مې نېټې د یوې اونۍ له پاره په قطر کې هم تمرینات وکړي، چې زیات بهرمېشتي افغان فوټبال لوبغاړي به هم په کې برخه ولري.

که څه هم د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي پېټرسرګېټ له افغان فوټبال فدراسیون څخه غوښتي، تر څو د سوېلي اسیا فوټبال جام له سیالیو وړاندې افغان فوټبال ملي لوبډلې له پاره دوستانه نړیواله سیالۍ برابره کړي؛ خو تراوسه د کومې دوستانه سیالۍ خبر نه ده ورکړل شوې.

د سوېلي اسیا فوټبال جام سیالۍ د راتلونکې ډسمبر میاشتې په ۲۳ مه نېټه د هندوستان په کوربتوب (کیراله) ښار کې پیل شي، چې په کې به دفاعي اتله افغانستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، پاکستان، بوتان، نېپال او مالدیف فوټبال ملي لوبډلې ولوبېږي.

افغانستان به له بنګله دېش، بوتان او مالدیف لوبډلو سره په ګروپ کې لوبېږي، چې لومړۍ لوبه به ډسمبر په ۲۴ مه نېټه له بنګله دېش، دویمه لوبه د ډسمبر په ۲۶ مه نېټه له بوتان او وروستۍ لیګ لوبه به د ډسمبر په ۲۸ مه نېټه له مالدیف لوبډلې سره وکړي؛ چې ټولې سیالۍ به د افغانستان په وخت ماښام ۶ نیمې بجې ترسره شي.

د سیالیو په لومړۍ لوبه کې به افغانستان د (سوزوکي) سويلي اسیا فوټبال جام سیالې اتلې لوبډلې ته د ۵۰ زرو ډالرو جایزه اعلان او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته به ۲۵ زره، درېیم او څلورم مقام ګټونکي ته به لس ـ لس زره امریکایي ډالره د انعام په توګه ورکړل شي.

د سوېلي اسیا فوټبال جام سیالي هر دوه کاله وروسته په یوه غړي هېواد کې پيلېږي، چې په ۲۰۱۳ م کال کې د نېپال په کوربتوب افغاستان هندوستان ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ په ګټلو تاریخ جوړ کړې وو.

د یادونې وړ ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډلې خپله وروستۍ نړیواله فوټبال لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۱۲ مه نېټه په ایران کې له کمبودیا فوټبال ملي لوبډلې سره کړه، چې د یوې یواړخیزې لوبې وروسته یې ۳ د ۰ په وړاندې وګټله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام