د مهندر سینګ ډهوني او د سریش رینا یاري پای ته ورسیده

د هندوستان نهم پړاو "اې، پي، ايل" سوداګریزو۲۰اوریزه کرکټ سیالیو لپاره د ۲ نویو لوبډلو راتګ په دې سیالیو کې د ۲ هندي لوبغاړو تر ټولو اوږده  ملګرتیا پای ته ورسوله.

ټاکل شوې ده، چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان مهندر سینګ ډهوني به په راتلونکي "اې، پي، ايل" شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د "پونې" لوبډلې په ګټه خو سریش رینا د راجکوټ په ګټه ولوبیږي.

دواړو لوبډلې به په دې سیالیو کې له ۲ کلن بندیز راجستان رویلز او چنایې سوپرکینګز لوبډلو په ګټه لوبې ترسره کړي.

 ددې وړاندې د هندوستان "اې، پي، ايل" سیالیو د لومړي پړاو راهیسې، چې په ۲۰۰۷ م ز کال کې پیل شو دواړه مهندر سینګ ډهوني او سریش رینا په یوه چنایې سوپرکینګز لوبډله کې لوبیدل.

د یادونې وړ ده، چې دواړه مهندر سینګ ډوهوني او سریش رینا لومړي لوبغاړي وو، چې د پونې او راجکوټ له خوا خپلو لوبډلو ته جذب شول.

که څه هم دواړو نویو لوبډلو تراوسه د خپلو لوبډلمشرانو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ډیر امکان لیدل کیږي، چې د کلونو راهیسي یو بل سره نږدي ملګري ډهوني او رینا دروان کال په "اې، پي، ايل" سیالیو کې یو دبل په وړاندې (ټاس) پورته کړي او دلوبډلو کپتاني په غاړه ولري.

دواړو لوبډلو په خپلو کې د چنایې او راجستان بهترینه لوبغاړي د لکونو ډالرو په بدل کې د وړاندي شویو ۵۰ لوبغاړو له ډلې څخه واخیستل، چې په کې ۷ د چنایې او ۳ لوبغاړي دراجستان لوبډلې څخه غوره شول او ورته به همغه اندازه پیسې ورکول کیږي، چې د خپلو لوبډلو چنایې او راجستان څخه یې ترلاسه کولې.

دغه راز دواړه لوبډلې به پاتې نور لوبغاړي د خپلو ۳۹ کروړه هندۍ روپو په مصروفولو په پاتو ۲۷ کروړه روپو  دروان کال په لیلامۍ کې خپلو لوبډلو ته جذب کړي، چې راتلونکې فیبرورۍ میاشت کې به ترسره شي.

پوني لوبډلې د ډهوني ترڅنګ روي چندر اشوین، اجینکی ریهاني، سټیفن سمت او فف ډوپلیسیس خو راجکوټ بیا د سریش رینا په ګډون برینډن مکولم ، ډیون براوو روینډر جډیجا او جیمزفالکنر واخیست.

د یادونې وړ ده، چې چنایې سوپرکینګز او راجستان رویلز لوبډلې دهندوستان دیوې محکمې له خوا په ۲۰۱۳ کال کی اووم پړاو "اې، پي، ايل" شل اوریزه کرکټ سیالیو کې د فساد تورونو ثابیتیدو وروسته له ۲ کلن بندیز سره مخ شوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام