د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ښي لاسی تیزتوپ اچوونکی (بالر) دولت ځدران د خپل نړیوال کرکټ تاریخ لوړ مقام ته ورسید.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره د کوربه زمبابوې د کامیابه او تاریخي لاسته راوړنو وروسته دولت ځدران ته د کرکټ نړیوالې شورا له خوا نه هیریدونکی زیری واورول شو.
دولت ځدران د شل اوریزه لوبو غوره توپ اچوونکو (بالرانو) په ډله کې ۱۱مقام ته رسیدلې دی، چې د افغانستان کرکټ په تاریخ کې د کوم توپ اچوونکي له خوا تر اوسه ترټولو اوچته مقام شمیرل کیږي.
افغان توپ اچوونکي ددې وړاندې د شل اوریزه لوبو غوره توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې ۳۴ م مقام کې و، خو په وروستیو ښکلو لوبو سره یې د اوسني مقام ترلاسه کولو له پاره ۲۳ لوبغاړي شاته پریښي دي.
دولت ځدران د کرکټ نړۍ د مشهوره پاکستاني کرکټ لوبغاړي شاهد افریدي څخه یواځې ۷ امتیازونه وروسته دی، چې ۱۰ مقام لري.
دولت ځدران د زمبابوې خلاف په یو ورځنیو سیالیو کې د ښکلو لوبو وروسته د شل اوریزه لوبو له پاره هم په لوبډله کې واخیستل شو او ښه ثابت شو.
۲۷ کلن دولت ځدران د زمبابوې خلاف په ۲ شل اوریزه نړیوالو لوبو کې ۵۳ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
دولت ځدران تراوسه په ۱۹ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې د افغانستان له پاره لوبې کړي دي او ۲۵ لوبغاړي یې د خپل بالینګ نښه ګرځولي دي.
د یادونې وړ ده، چې دولت ځدران په راتلونکو څوو میاشتو کې په یو شمیر نورو نړیوالو شل اوریزه لوبو کې په لوبیدو او ښه ځلیدو سره د نړۍ په لسو غوره بالرانو کې د ځای خپلولو چانس هم لري.
دغه راز د زمبابوې د سفر وروسته محمد نبي عیسی خیل په شل اوریزه غوره بالرانو کې ۲۳ م مقام کې پاتې شوی دی، خو حمزه هوتک ۶۹ م او کریم صادق په ۸۰ م مقام کې دي.
دغه راز شهزاد محمدي د شل اوریزه لوبو په غوره بیټسمینانو کې ۲۲ م ، عثمان غني ۵۳ م ، محمد نبي عیسی خیل ۶۴ م ، نجیب الله ځدران ۶۵ م او ګلبدین نایب ۷۰ م مقام ته راغلي دي.





