
د افغانستان اشيهارا کراټې ۱۸ کسیزه ملي لوبډله نن د افغانستان بدني روزنې له رییس حفیظالله ولي رحیمي لهخوا د قزاقستان په لور رخصت شوه.
د افغانستان د بدني روزني ریاست د مالوماتو له مخې، افغان لوبډله به د قزاقستان په کوربهتوب د اشيهارا کراټې نړېوالو سیالیو په ۶م پړاو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې په یادو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ له ۳۰ ډېرو هېوادونو د اشيهارا کراټې سپورټي برخې ښځینه او نارینه چې بېلابېل وزنونه لري، برخه واخلي.
د قزاقستان په کوربهتوب دغو سیالیو ته د افغانستان ۱۴ لوبغاړي غوره شوي چې دوه روزونکي، یو لوبڅار او یو د سفر مسوول هم ورسره ملګرتیا کوي.
د افغانستان د اشيهارا کراټې فډراسیون رییس د افغان لوبډلې د بشپړې تیارۍ په اړه ډاډ ورکړ او تمه یی وښوده چې غوره شوي لوبغاړي به په یادو سیالیو کې ښې لاستهراوړنې ولري.
په همدی حال کې د افغانستان قوتالرزمي سپورټ ښځینه ملي لوبډله چې د نړېوالو سیالیو لهپاره لبنان ته تللې وه، ۳ مډالونه ګټلي دي.

د افغانستان بدني روزنې ریاست د مالوماتو له مخې، د قوتالرزمي په نړېوالو سیالیو کې له افغانستان نه ۳ ښځینه لوبغاړو برخه اخیستې وه چې سکینې نظري او صدیقې حسني پهکې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او د سپینو زرو (نقرې) مډالونه، خو انجیلا ناصري بیا په ۵۵ کیلو ګرامه وزن کې ژېړ (د برونزو) مډال وګاټه.
یادې سیالۍ د ۳ ورځو لهپاره د لبنان په جنیه ښار کې وشوې چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ پهکې د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.





