.jpeg)
د افغانستان کرکټ بورډ د اروپا سفر له پاره ۱۷ کسیزه او ۱۹ کسیزه لوبډلې اعلان کړې، چې د سکاټلینډ، ایرلینډ او هالینډ خلاف به ولوبیږي.
د کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د څلور ورځنۍ سیالۍ له پاره په غوره شوې ۱۴کسیزه لوبډله کې د میرویس اشرف، ناصرجمال او احسان الله جنت نومونه ورګډ شوي، خو معلومه نه ده، چې د دوی پر ځای یې کوم لوبغاړلي لرې کړي دي.
په اعلان شوې ۱۴ کسیزه لوبډله کې د اصغرستانکزي په کپټانۍ کې شهزاد محمدي، محمد نبي عیسی خېل، دولت ځدران، میرویس اشرف، ناصرجمال، احسان الله جنت، ظاهرخان، سید شیرزاد، نورعلي ځدران، رحمت شاه زرمتی، حشمت الله شهیدي، یامین احمدزی اوسمیع الله شینوارې شامل دي.
دغه راز جاوید احمدي، افسر ځاځی او عبدالله عادل بیا په احتیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي، خو فرید ملک د لوبغاړو په نوملړ کې نه شته دی.
همدارنګه د یو ورځینو سیالیو له پاره په غوره شوې ۱۶ کسیزه لوبډله کې چپ لاسی بیټسمین حشمت الله شهیدي رخصت شوی دی.
د سکاټلینډ او ایرلینډ خلاف پلان شوې ۷ پنځوس اوریزه نړیوالو سیالیو ته په اعلان شوې ملي لوبډله کې بیا ناصرجمال او جاوید احمدي یو ځل بیا ټاکل شوي دي.
.jpeg)
د دواړو لوبډلو د کپټان اصغرستانکزي ورور عمران جنت بیا له افسرځاځي او ناصرجمال سره یوځای د یو ورځنیو سیالیو په احتیاطي لوبغاړو کې نیول شوي دي.
د اصغرستانکزي په کپټانۍ کې شهزاد محمدي، محمد نبي عیسی خېل، سمیع الله شینواری، حمید حسن، شاپورځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، راشد خان، دولت ځدراڼ، ګلبدین نایب، جاوید احمدي، یامین احمدزی، رحمت شاه زرمتی، میرویس اشرف، امیرحمزه هوتک او نجیب الله ځدراڼ شامل دي.
د کرکټ بورډ خبرپاڼې د خپل عمومي مشر نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له قوله لیکلي، چې هر یو لوبغاړی به د اروپا په سفر کې خپل انتخاب ښه ثابت کړي.
ټاکل شوې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله په هندوستان کې له ۲ اونیو تمریناتو وروسته د روانې جون میاشتې په ۲۷ مه نېټه د رییس احمدزي او دولت احمدزي په روزنه او مشرۍ د اروپا ته لاړ شي.
افغان کرکټ ملي لوبډله به د جولای په ۴ مه او ۶ مه نېټه له کوربه سکاټلینډ سره ۲ نړیوالې پنځوس اوریزه لوبې وکړي.
له دې سیالیو وروسته به د ایرلینډ خلاف د جولای په ۱۰ مه نېټه پیلیدونکو ۵۰ پنځوس اوریزه سیالیو له پاره دغه هېواد ته سفر وکړي او بیا به د اروپا سفر د هالینډ په کوربتوب د اګست په لومړۍ نېټه د انټرکانټینینټل جام په څلور ورځنۍ سیالۍ پاې ته ورسوي.





