د افغانستان په ګډون د نړۍ کرېکټ ګڼ شمېر لوبغاړي نه پوهېږي چې څه ډول د هندوستانو IPL په سترو سیالیو کې نوملیکنه وکړي او ځینې بیا دا د کرېکټ د اړوندو ادارو کار بولي، خو داسې نه ده.
یاد لوبغاړي د دې لهپاره چې د ډېرو پیسو ګټلو ترڅنګ، په نړېواله کچه مشهور شي غواړي د هندوستان په آی پي اېل کې ولوبېږي او کېدای شي په دغه لیګ کې لوبېډل د ډېرو ارمان هم وي.
د هنډ کرېکټ بورډ په آی پي اېل سیالیو کې هر چا ته د لوبېدو اجازه نه ورکوي او د دې لهپاره یې ځانګړي شرایط ټاکلي چې له مخې یې لوبغاړي کولی شي د دغه لیګ په «بولۍ» کې د ګډون لهپاره نوملیکنه وکړي.
لومړی: د هندوستان کرېکټ بورډ تر هر څه مخکې په دغه لیګ کې د لوبغاړو لېوالتیا مالوموي او په دې اړه ورسره خبرې کوي.
دویم: له لېواله لوبغاړو غواړي چې د خپل کرېکټ بورډ د رضایت په اړه ځانګړی سند( Non Objection Certificate) واخلي او دوی ته یې وړاندې کړي.
درېیم: لوبغاړي باید په یاد لیګ کې د لوبېدو بیه هم د هند کرېکټ بورډ ته وښیي چې له هغوی یې بیا له مخې په اړونده کټګوري کې شامل کړي.
څلورم: هندي کرېکټ بورډ تر دې وروسته په آی پي اېل لیګ کې د ټولو لوبېدونکیو کورنیو او بهرنیو لوبغاړیو کټګورۍ او د هغوی له لوري ورکړل شوې بیې په یوه نوملړ کې برابروي.
پنځم: دغه لوبغاړي چې په یاد لیګ کې یې د لوبېدو شرایط پوره کړي، د هندوستان په آی پي اېل سیالیو کې ۸ ګډون کوونکیو لوبډلو ته لېږي.
شپږم: لوبډلې له دغه نوملړه د هغو کسانو بل نوملړ جوړوي چې دوی یې په بولۍ کې د اخیستلو لېوالتیا لري او یاد نوملړ بېرته د هندوستان کرېکټ بورډ ته سپاري.
اووم: دا د آی پي اېل لیګ وروستۍ (د بولۍ) پروسه ده چې په یاد لیګ کې د ټولو لوبېدونکیو لوبغاړو د غوراوي لهپاره ترسره کېږي.
ټاکل شوې د هندوستان کرېکټ بورډ سبا د ډسمبر په ۱۸مه دغه پروسه ترسره کړي. ۸ افغان لوبغاړي (حضرتالله ځاځي، شهزاد محمدي، سید شېرزاد، شفیقالله شفق، ګلبدین ناېب، ظاهرخان، قیساحمد او کریم جنت) هم د دې بولۍ د ۵۰، ۴۰ او ۲۰ هندۍ کلدارو په کټګورۍ کې شامل دي.







