د ۲۰۱۷ کال چمپینزټرافي کرکټ سیالیو مهال وېش اعلان شو

د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان له مخې ټاکل شوې ده، چې د اعلان شوي مهال وېش له مخې به دغه پنځوس اوریزه سیالۍ د راتلونکې کال "جون" میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي.

دا به لومړی ځل وي، چې د دې سیالیو په تاریخ کې ویسټ انډيز په دې سیالیو کې د لوبېدو چانس و نه لري، چې پر ځای به یې د لومړي ځل له پاره بنګله دیشۍ لوبډله ولوبیږي.

دا چې ویسټ انډیز لوبډله اوسمهال د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام اتله ده، خو د تېر۲۰۱۵ م ز کال سپټمبر میاشتې تر ۳۰ می نیټې د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې د ۸ م مقام په ځای ۹ مقام کې اعلان شوه.

ویل کیږي، چې د دې سیالیو پرمهال به دهندوستان او پاکستان او دغه راز د ۲ نورو سرسختو سیالیو لوبډلو اسټرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ هم لوبې د جون میاشتې په ۴ مه او ۲ مه  نیټه په برمنګهم او ایچباسټن ښار کې ترسره شي.

د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په اعلان شوي مهالویش کې ګډون کوونکي ۸ مخکښې کرکټ لوبډلې په ۲ ګروپونو ویشل شوي دي.

د سیالیو په لومړي ګروپ کې به د ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام اتله اسټرالیا له نیوزیلینډ، بنګله دیش او کوربه انګلستان خو په دویم ګروپ کې به هندوستان، پاکستان، سریلانکا او سویلي افریقه کرکټ ملي لوبډلې یو بل سره لوبې ترسره کړي، چې د هر ګروپ ۲ مخکښې لوبډلې به (سیمي فاینل) ته ورسیږي.

ویل کیږي، چې ټولټال ۱۵ سیالۍ به د ۱۸ ورځو له پاره د انګلستان په بیلا بیلو ښارونو کې ترسره شي، چې پکښې به هندۍ کرکټ ملي لوبډله له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

ټولو ګډون کوونکو لوبډلو ته د انګلستان په کوربتوب چمپینزټرافي سیالۍ د ۲۰۱۹ م ز کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو وړاندې د امتیازونو ګټلو له پاره هم مهمې دي.

ویل کیږي چې د ۲۰۱۷ م ز کال سپټمبر میاشتې تر ۳۰ می نیټې کومې لوبډلې له لومړي څخه تر ۸ م مقام پورې په یو ورځنیو لوبو کې ځای ولري، نو نیغ په نیغه به نړیوال جام کې دلوبیدو چانس ولري، خو ۲ نورې لوبډلې باید د دویمه درجه لوبډلو سره له ټاکنیزپړاو څخه تیرې شي.

د یادونې وړده، چې د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې له مخې به د انګلستان په کوربتوب ۲۰۱۹ م ز کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې یواځې ۱۰ مخکښه کرکټ لوبډلې ولوبیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام