.jpg)
د افغانستان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا په فوټبال سیالیو کې د ګډون په پار نن د زابکستان پلازمېنې تاشکند ته ورسېده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، افغان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې یادو سیالیو ته په عمان هېواد کې د ۶ ورځو تمریناتي کمپ هم ترسره کړی او سیالیو ته پوره تیاری لري.
ټاکل شویده، د مرکزي اسیا ۱۶ کلنو لومړی پړاو فوټبال ټورنمېنټ د روانې جولای میاشتې په ۵مه نېټه د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې پیل شي.
افغان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله به پهدې لومړي پړاو مرکزي اسیا ۱۶ کلنو فوټبال ټورنمېنټ کې لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ له کوربه ازبکستانۍ لوبډلې سره وکړي.
په یادو سیالیو کې به افغان ۱۶ کلنه فوټبال ملي لوبډله د ایران د لاس په سر شوې ۱۶ کلنې لوبډله پرته له تاجکستان او ترکمنستان ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلو سره سیالۍ وکړي.
د افغانستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې یاد ټورنمېنټ ته د ښو تیاریو په موخه په عمان کې دوې تمریني سیالۍ وکړې چې دواړه سیالۍ یې د کوربه عمان ۱۶ کلنی فوټبال ملي لوبډلی خلاف وبایللې.
.jpg)
افغان فوټبال فدراسیون د پیاوړو اسیایي لوبډلو سره د لوبېدو او راتلونکي ته د سختو تیاریو په موخه د سویلي اسیا زون پر ځای په ۲۰۱۵ کال کې په مرکزي اسیا زون کې لوبېدل غوره کړل.
اوسمهال په یاد زون کې د اسیا اتله ایران، د اسیا وچې په کچه په فوټبال درجهبندۍ کې قرغزستان په ۱۲م مقام، ازبکستان ۱۳م، تاجکستان ۲۲م، ترکمنستان ۲۶م او افغانستان په ۲۹م مقام کې دی.
دا دویم ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډله به د مرکزي اسیا په فوټبال سیالیو کې ولوبېږي چې لهدې وړاندې د افغانستان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۵ کال ۱۵ کلنې مرکزي اسیا فوټبال سیالیو کې ګډون کړیو او لومړی مقام یې ترلاسه کړیو.
د افغانستان د لویانو فوټبال ملي لوبډله چې هر۲ کاله وروسته به یې د سویلي اسیا په فوټبال ټورنمېنټ کې برخه اخېسته تراوسه د مرکزي اسیا په لویانو فوټبال ټورنمېنټ کې ګډون نهدی کړی.
د مرکزي اسیا فوټبال زون ۳ کاله مخکې په ۲۰۱۵ کال کې رامنځته شو چې مرکزي دفتر یې د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې دی او د ښځینه عمومي سکرتر دنده یې د افغانستان فوټبال فدراسیون کارمنده زهره امیري په غاړه لري.





