افغانستان د مرکزي اسیا فوټبال کې ۴ مقام ته ولوېد

د ازبکستان په کوربتوب د ۱۵ کلنو مرکزي اسیا فوټبال جام سیالۍ بېګا شپه پای ته ورسېدې چې افغانستان په‌کې څلورم مقام ترلاسه کړ.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو لهمخې، افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په بېګانۍ سیالۍ کې له کوربه ازبکستانۍ لوبډلې سره له کوم ګول نه پرته لوبه په مساوي توګه پای ته ورسوله.

د لیګ او ټولټال ۵ سیالیو وروسته دفاعي اتلې افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د تېرکال اتلولي او لومړی مقام لرل؛ خو سږ کال ۴ مقام ته راولوېدلو او دغه سیالۍ یې په ۲ بریاوو، دوو ماتو او یوې مساوي لوبې سره د څلورم مقام په ګټلو سره پای ته ورسولې.

دویم پړاو کې افغانستان د تاجکستانۍ لوبډلې پر خلاف ۳ د صفر ګول پر وړاندې په سترې ماتې سره پیل کړې چې ورپسې لوبې کې یې قرغزستانۍ لوبډلې ته ۲ د ۱ ګول پر وړاندې ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په درېیمې لوبې کې له ښې لوبې وروسته د ایران پر وړاندې یو د صفر ګول پر وړاندې ماتې وخوړه؛ خو د ازبکستان پر وړاندې له مساوي لوبې مخکې یې څلورمه لوبه کې ترکمنستانۍ لوبډلې ته ۳ د صفر ګول پر وړاندې ستره ماتې ورکړه.

د یادو سیالیو په پای کې ایرانۍ ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره په سر ۵ واړه سیالۍ وګټلې او په لومړي مقام خپلولو سره د اتلولۍ جام پورته کړ چې ازبکستان دویم او تاجکستان درېيم مقام ترلاسه کړ.

دغه راز قزغستانۍ لوبډلې چې په وروستۍ لیګلوبه کې یې ترکمنستانۍ لوبډلې ته ۴ د صفر ګول پر وړاندې ماتې ورکړه او له افغانستان وروسته د ګډونوالو لوبډلو په کتار کې د سږ کال په دویم پړاو مرکزي اسیا ۱۵ کلنو سیالیو کې پنځم او ترکمنستان بیا وروستی شپږم مقام ترلاسه کړ.

یادې سیالۍ د نږدې دوو اوونیو لهپاره د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند فوټبال نړۍوال لوبغالي کې وشوې چې افغان ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې په‌کې د خپل تېرکال اتلولۍ په ساتلو کې پاتې راغله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام