له ایشیا کپ نه بې برخې افغان لوبډله هندوستان ته ورسیده

د بنګله دیش په کوربتوب له لومړي پړاو ۲۰ اوریزه ایشیا کپ سیالیو څخه د پاتې کیدو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډله په یوه بل سفر وخوځیده.

کرکټ ملي لوبډله له بنګله دیش څخه د شل اوریزه نړیوال جام کوربه هیواد هندوستان ته رسیدلې ده.

ټاکل شوې ده افغان کرکټ ملي لوبډله به د هندوستان په کوربتوب شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کی درسمي لوبو وړاندې ۲ تمریني لوبې هم ترسره کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د مهال ویش له مخې به افغانستان د مارچ په ۴ مه نیټه له هالینډۍ کرکټ ملي لوبډلې سره او دمارچ په ۶ مه نیټه له عمان کرکټ ملي لوبډلې سره تمریني سیالۍ ترسره کړي.

د دې سیالیو وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله په شپږم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې له زمبابوی ، سکاټلینډ او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو سره دوهم پړاو ته د رسیدو په موخه لوبې ترسره کړي.

دا سر په سر له ۲۰۱۰ کال راهیسی ۴ م ځل دی چې افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړۍ له مخکښو کرکټ ملي لوبډلو سره په ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کی د لوبیدو چانس ترلاسه کوي.

تراوسه افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ټولټال ۷ لوبې ترسره کړي دي، چې سویلي افریقې، هندوستان، انګلستان، بنګله دیش او نیپال پر وړاندې یې ماتې خوړلي، خو یواځې هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو بریالۍ شوې ده.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې په لوړو امیدونو سره د ایشیا کپ ټاکنیزپړاو سیالیو کې برخه واخیسته خو هدف ته ونه رسیده.

لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ۱۶ منډو ماتی سره سخت ګوزار وخوړ، چې ان د عمان او هانګ کانګ خلاف بریاوو سره سره یې ټکور و نه شو.

عربي اماراتو له ۲۰۰۸ کال وروسته په ټاکنیزپړاو کې د سر په سر ۳ بریاوو او لومړي مقام په خپلولو سره د هندوستان، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش ترڅنګ د لومړي پړاو شل اوریزه (ایشیا کپ) سیالیو لوبو خوب پوره کړ.

ایشیا کپ کرکټ سیالۍ پرون په بنګله دیش کې پېل شو، چې په کې هندوستان لومړۍ لوبه له کوربه بنګله دیش لوبډلې سره ترسره کړه او بریا یې خپله کړه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام