
د افغانستان مویتای ۴ کسیزه ملي لوبډله نن (چهارشنبه) له خپل روزونکي او د سفر مسوول سره یوځای د مویتای څلورم پړاو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته لاړه.
ټاکل شوې یاده ۴ کسیزه ملي لوبډله – چې ۲ نارینه او ۲ ښځینه دي – په بېلابېل وزن سره د یاد هېواد پلازمېنې بنکاک کې د مویتای پیلېدونکیو نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
یادې سیالۍ د اګېسټ په ۲مې د ټایلنډ په کوربتوب پیلېږي او د اګسټ تر ۱۰مې ورځې به دوام وکړي.
کوثرشهزاد، شکریه بهمني، مشعل اسلامزی او شېرحسین عظیمي به په یادو سیالیو کې د افغانستان استازولي وکړي. دوی په همدې پار نن د افغانستان بدني روزنې له تخنیکي مرستیال میرویس بهاوي سره تر لیدنې وروسته ټایلنډ ته روان شول.
د افغانستان د مویتای فدراسیون د معلوماتو لهمخې، د افغانستان مویتای ملي لوبډلې د یادو سیالیو په درېیم پړاو کې ـ چې په ۲۰۱۶ کال کې د سوېلي کوریا په کوربتوب شوېوې – ۳ د سرو زرو او ۲ د برونزو مډالونه ګټلي وو.
په همدې حال کې اوبو کې له ډوبېدو د ژغورنې سیمینار هم نن په کابل کې پای ته ورسېد.

یاد سیمینار چې د افغانستان لامبو وهنې فدراسیون لهخوا او له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې او «دریچهی صحت» موسېسې په همکارۍ جوړ شویو؛ د کابل لامبو وهنې ۱۷ حوضونو نه پهکې ۶۰ لوبغاړیو او د لامبو وهنې روزونکیو برخه اخېستې وه.
د افغانستان لامبو وهنې فدراسیون رییس قاسم حمیدي د یاد سیمینار په پای کې وویل، د لامبو وهلو په اصولو نه پوهېدو له کبله په اوبو، په ځانګړي ډول حوضونو کې د ځوانانو ډوبېدو پېښې زیاتې شوېدي.
د نوموړي په وینا، لامبو وهونکي او د هغوی روزونکي به د هغو مهارتونو په وسیله – چې په دې سیمینار کې ورسره شریک شوي – په اوبو کې د ځوانانو ډوبېدو مخه ونیسي.





