د کرکټ نړیوالې شورا وروسته د کرکټ نړۍ مخکښه ویب سایټ ( کریک انفو) هم د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام بهترینه لوبډله اعلان کړه.
دغه لوبډله د ۳ پخوانيو کرکټ لوبغاړي اسټرالوي ای این چیپل ، سریلانکایي مهیلا جي وردهني او هندي اجیت اګارکر له خوا کارکردګیو ته په کتو غوره شوې ده.
په اعلان شوې ۱۱ کسیزه لوبډله کې ښايي د مهندر سینګ ډهوني، شاهد افریدي، اې بي ډي ویلیرز، ډیل سټین او ګلین مکسویل نومونو ته انتظار کیده، خو داسې ونه شول او ځای یې نورو لوبغاړو ونیوه.

د (کریک انفو) ویبپاڼې د ۳ کسیزې ډلې له خوا په اعلان شوې ۱۱ کسیزه لوبډله کې هیڅ پاکستاني، سویلي افریقایي، سریلانکایي، زمبابويي او اسټرالويي لوبغاړې نشته، په کې د افغانستان بې رحمه ویکټ ساتوونکی شهزاد محمدي لیدل کیږي.
ویکټ ساتوونکی شهزاد محمدي، ځکه د نړۍ د مخکښه لوبغاړو په مینځ کې د نړۍ د غوره لوبډلې د (ویکټ کیپر) په توګه اعلان شوی دی، چې په ټورنامنټ کې یې د څه باندې ۱۴۰ سټرایک ریټ په مټ ټولټال ۲۲۲ منډې جوړې کړې.
دغه راز نوموړي په زیاترو سیالیو کې افغانستان ته د هرپیاوړي بالینګ خلاف بهترینه او برید کوونکی پیل ورکړ.
د شهزاد محمدي د ښکلو لوبو په مټ افغانستان د شل اوریزه کرکټ نړیوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره دویم (سوپرټین) پړاو ته لاره پیدا کړه.
افغانستان د ویکټ ساتوونکي شهزاد محمدي د ښکلي بیټینګ او چټکې ویکټ ساتنې په پایله کې د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام په لسو غوره لوبډلو پړاو کې له سریلانکا، سویلي افریقې او انګلستان سره زړه راښکوونکې سیالۍ ترسره کړې، خو په وروستۍ لوبه کې یې د نړیوال جام اتله ویسټ انډيزۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه.







