اسټرالوي روزونکي پیټر انډرسن هم د افغانستان کرکټ پرېښود

ویل کیږي چې د کابل روزنیزې کرکټ اکاډمۍ له پاره ګمارل شوي اسټرالوي روزونکي پیټرانډرسن خپله دنده پریښي ده.

نوموړي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د یوه انځور په خپرولو سره لیکلي دي، چې دا یې په افغانستان کې وروستی مازیګری دی.

د ښاغلي انډرسن په وینا چې دا فغانستان کرکټ له پاره یې له خپلې دندې پوره خوند واخیست او یو په زړه پورې سفر پای ته رسوي؛ خو دا چې دنده یې په خپله پریښې او که نه د انډي مولز په څیر کرکټ بورډ رخصت کړی څه یې نه دي ویلي.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم صادق د پیټرانډرسن ستاینه کړې ده چې ترې یې د خپل کرکټ د ښه والي په موخه ډیر څه زده کړي دي.

پیټرانډرسن تیرکال د پخواني اجرایوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد په مشرۍ کې د کابل روزنیزې کرکټ اکاډمۍ د روزونکي په توګه وګمارل شو، خو زیاتره وخت یې په سفرونو کې تیر شو.

د سلام وطندار راډیو سرچینه وایي چې افغان کرکټ بورډ پیټرانډرسن سره تړون د ټاکلي مودې ۵ میاشتې وړاندې پاې ته رسولی، خو د تړون له مخې به د پاتو ۵ میاشتو معاش ورته په کور کې ورکړي.

د تړون له مخې له پیټرانډرسن سره دافغان کرکټ بورډ تړون د راتلونکې کال په فیبرورۍ میاشت کې پاې ته رسیده.

تیرکال افغانستان ته ۲ نړیوال روزونکي د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي انګلستاني انډی مولز او اسټرالوی پیټرانډرسن وګمارل شول خو دواړه له دی وروسته له افغان کرکټ بورډ سره نشته.

کرکټ بورډ د بیلا بیلو دلایلو له کبله څو میاشتې وړاندی د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی انګلستانی انډي مولز هم د تړون له ټاکلې مودې یوه میاشت وړاندې له دندی رخصت کړ او تراوسه کرکټ ملي لوبډله بې روزونکې ده.

ټاکل شوې ده افغان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت د نړیوالو پنځوس اوریزه او شل اوریزه سیالیو له پاره زمبابوي ته سفر وکړي خو لاهم د کوم نړیوال روزونکي درک نه نشته.

د پیټرانډرسن د رخصتولو او د نوي روزونکي د ګمارنې په اړه تر اوسه افغان کرکټ بورډ څه نه دي ويلي، خو ویل کیږي چی په دې وروستیو کې پیټرانډرسن په افغانستان کې له خپلې دندې خوشحاله نه و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام