.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، افغان کرکټ ملي لوبډلې په اروپا کې هالینډ ته په ۴ ورځنۍ (انټرکانټېنېنټل جام) لوبه کې ماتې ورکړه او د روانو سیالیو لومړی مقام یې ونیو.
د کرکټ نړیوالې شورا په نوښت د څلورم پړاو (لویو وچو) ۴ ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان په یوه اور او ۳۶ منډو هالینډۍ کوربه کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
افغانستان نه یوازې په روان جام کې درېیمه بریا ترلاسه کړه، بلکې ترڅنګ یې د سیالې دویم مقام لرونکې هالینډۍ کرکټ ملي لوبډلې وروسته د روان جام مخکښې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله له لومړي مقام څخه راوغورځوله او د لومړي ځل له پاره د روان (انټرکانټینینټل جام) لومړي مقام ته ورسېدله.
له دې مخکې افغان کرکټ ملي لوبډلې له سکاټلینډ سره لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه پیل کړه، چې د باران له کبله لغوه شوه؛ خو په ورپسې لوبه کې یې کوربه لوبډله له ماتې سره مخ کړه او د اتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.
له سکاټلینډه داتلولۍ ګټلو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل له پاره د ۵ اوریزو سیالیو له پاره ایرلینډ ته ولاړه او له یادې لوبډلې سره یې هم سیالۍ په دوه ـ دوه بریاوو برابره پای ته ورسوله، چې دغلته هم یوه سیالۍ د باران ښکار شوه.
.jpg)
د افغانستان له پاره د سکاټلینډ پر وړاندې لومړۍ سیالۍ کې غوره لوبغاړی رحمت شاه زرمتې و، چې د خپل نړیوال کرکټ لومړۍ سلیزه یې جوړه کړه او په دویمه لوبه کې شهزاد محمدي په ۸۴ منډو افغان کرکټ ملي لوبډله بریا ته ورسوله.
د ایرلینډ په سفر کې لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه؛ خو په دویمه لوبه کې د افغانستان له پاره شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران نیمه سلیزې او راشد خان او نبي عیسی خېل بیا درې ـ دری وېکټې ترلاسه کړې.
د همدې ایرلینډ پر خلاف په درېمې لوبې کې ایرلینډې ایډي جویس د سلیزې په جوړولو سره د شهزاد محمدي ۸۱ منډې په اوبو لاهو کړې او سیالۍ یې په یوې ـ یوې بریا برابرې کړې.
په څلورمه سیالۍ کې ځوان راشد ارمان د افغانستان له پاره نه یوازې نیمه سیلیزه ترڅنګ یې ۴ وېکټې ترلاسه کړې او بیا یې افغانستان ته د پرمختګ زمینه برابره کړه.
خو وروستۍ سیالۍ کې د اصغرستانکزي د حیرانوونکې پرېکړې له کبله چې د پچې ګټلو سره ـ سره یی لومړی توپ اچونه غوره کړه، افغانستان د تل په څېر د ۲۶۵ منډو په ځواب کې ۱۲ منډې شاته پاتې شوه او په دې لوبه کې هم ایډي جویس د دغه سیریز دویمه سلیزه جوړه کړه او د لوبې غوره لوبغاړی و.
اټکل کېږي، چې اوس به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي د نولس کم عمره کرکټ ملي لوبغاړیو او کورنیو لوبغاړیو ترڅنګ د افغانستان په ۴م پړاو (شپږیزه) ټورنمنټ کې ولوبېږي چې د اګست پر ۹ مه نېټه په کابل کی پیلېږي.





