د سپین غربازان فوټبال لوبډله د زرګونونو ډالرو ټورنمنټ سبا پېلوي

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د فوټبال کلبونو اتله (سپين غر بازان) لوبډله روانه اونۍ د بنګله دېش په کوربتوب خپله لوبه سبا ترسره کړي.

دغه اسيايي لوبه به د "شېخ کمال" تر نامه لاندي وشي.

د بنګله دیش فوټبال فدراسیون له خوا د اعلان شوي مهالویش له مخې په دې سیالیو کې د سویلي اسیا د ۵ هېوادونو افغانستان، هندوستان ، سریلانکا ، پاکستان او کوربه بنګله دیش په ګډون ۸ اتلې او یا هم د کورنیو فوټبال سیالیو بیلا بیلو مقام ګټوونکي لوبډلې برخه لري.

د اعلان شوي مهالویش له مخې د افغانستان څخه د سپین غر بازان لوبډلې روان کال د افغانستان په څلورم پړاو فوټبال غوره لیګ سیالیو کې دفاعي اتلې شاهین اسمایي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره او اتلولۍ ګټلو وروسته پدې سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو کې دلوبیدو چانس ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ نن په ۲ لوبو سره پیل شوې، چې په کې به د افغانستان څخه (د سپین غربازان) فوټبال لوبډله د راتلونکې سبا د افغانستان په وخت ماښام ۶ بجې له کوربه بنګله دیشي کلب (ډهاکه محمدان) لوبډلې سره لوبه وکړي.

دغه راز د سبا ورځې په دوه سیالیو کې د پاکستان د کورنیو فوټبال لوبو اتله کراچۍ الیکټریک لوبډله له اباهاني لوبډلې سره او د هندوستان کینګزفیشرز لوبډله له چټاګانګ لوبډلې سره د روان ټورنامنټ دپیل لوبې ترسره کړي.

په دې سیالیو کې افغانستان په لومړي ګروپ کې له هندۍ ، سریلانکایۍ او کوربه بنګله دیشۍ فوټبال لوبډلو سره مخامخ دی.

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې د افغانستان استازیتوب کوونکي د (سپین غربازان) لوبډله له وړاندې د بنګله دیش (چټاګانګ) ښار ته رسیدلې ده او د سیالیو لپاره یې خپل لومړي پړاو تمرینات هم ترسره کړي.

د چارواکو په وینا ، د شیخ کمال ترنامه لاندې د سویلي اسیا فوټبال کلپونو لومړی پړاو فوټبال ټورنمنټ سبا په رسمي توګه پیل او د روانې اکتوبر میاشتې په ۳۰ مه نیټه به د اتلې لوبډلې په اعلان سره پاې ته ورسیږي.

د بنګله دیش فوټبال فدراسیون د چارواکو په وینا چې د سیالیو ګټوونکي لوبډله به ۲۵ زره امریکايي ډالره خو دوهم مقام ګټوونکي لوبډله به بیا ۱۰ زره امریکایي ډالره دانعام په توګه ترلاسه کړي.

دغه راز په سیالیو کې هرې ګډون کوونکي لوبډلې ته د۶ زرو امریکایي ډالرو د انعام ورکولو اعلان هم شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام