ای سي سي : افغانستان ته په کمه سترګه کتل به بی ځایه خوش فهمي وي

د کرکټ نړیوالی شورا چارواکي وایي چې د کرکټ سترې لوبډلې باید راتلونکې نړیوال جام سیالیو کې وړو لوبډلو ته کم ونه ګوري.

دکرکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر سویلي افریقایي ډیویډ ریچرډسن ویلي دي چې افغانستان او دنړۍ دوهمه درجه لوبډلو نړیوال جام سیالیو ته ښه تیاری نیولی دی.

د نوموړي په وینا که د کرکټ نړۍ سترې او د نړیوال جام ګټلو لپاره مخکښې نوماند لوبډلې د افغانستان په څیر دویمه درجه لوبډلې کمې ونیسي تاوان به وکړي.

نوموړي د یوه پخواني سویلي افریقایي لوبغاړي په توګه لوبډلو ته مشوره ورکړې ده چې د کرکټ په لوبه کې د نویو قوانینو ۲ نویو بالونو د کارولو او دغه راز د فیلډینګ محدودیتونو ته په کتو برید کوونکې کرکټ وکړي او د منډو ایسارولو کوښښ ونه کړي.

د نوموړي په وینا په نړیوال جام سیالیو کې به هغه لوبډله او بالر بریالی وي چې برید کوونکي بالینګ وکړي او د اور (مس) کولو په ځای د ویکټ اخیستلو کوښښ وکړي.

د ډیویډ ریچرډسن په وینا چې د افغانستان په ګډون ایرلینډ ، سکاټلینډ او عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو راتلونکو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو په څیر تیاری نیولی دی او یقیني سترو لوبډلو ته سرخوږی جوړولی شي.

د سویلی افریقایي ریچرډسن په وینا که دویمه درجه لوبډلې وکړای شي څوو سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي نو ددوی د نړیوال جام ګټلو خوبونه په اوبو لاهوکولای شي.

دنوموړي په وینا که سترې لوبډلې غواړي په نړیوال جام سیالیو کې وړاندې ولاړې شي او په (کوارټرفاینل) ناک اوټ پړاو کې له سختو لوبډلو سره د مخامخ کېدو ځان بچ کړي باید د افغانستان په ګډون د وړو لوبډلو په وړاندې د بریا له پاره ډیر محنت او خواري وکړي.

ریچرډسن زیاته کړې ده چې پخوا به نړیوالو جامونو کې ۲ لوبډلې داتلولۍ له پاره مخکښی شمیرل کېدې خو دا ځل د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب دده په اند په راتلونکې ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ۶ داسی لوبډلې دي چې داتلولۍ ګټلو له پاره غوره نوماندې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا ددې مخکښه چارواکي په وینا چې په راتلونکې نړیوال جام سیالیو کې هره یوه لوبډله بلی لوبډلې ته د ماتې ورکولو چانس او وړتیا لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام