د سنوکر ملي لوبډله د نړیوالو سیالیو لپاره قطر ته لاړه

د افغانستان سنوکر ۵ کسیزه ملي لوبډله نن د سنوکر په لومړي پړاو نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه له کابل نه د قطر پلازمینې دوحې ته وخوځېده.

د افغانستان بدني روزنی ریاست د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د سنوکر په ۶ بالیزو نړیوالو سیالیو کې چې د لومړي ځل لپاره جوړېږي، ولوبېږي.

د یادونې ده چی د افغانستان له سنوکر ملي لوبډلې سره د دغه فدراسیون د رییس محبوب‌شاه دارابي په مشرۍ صالح محمدي، رییس‌خان سینزی، مرید سینزی او محمدنصیر یعقوبي ملګرتیا کوي.

د افغانستان د بدني روزنې او المپیک رییس حفیظ‌الله ولي رحیمي د سنوکر ملي لوبډلېد  لوبغاړيو هڅولو ترڅنګ، له سنوکر فدراسیون نه وغوښتل چې نه یوازې لوبغاړیو ته مادي او معنوي اسانتیاوې برابرې کړي، بلکې په هېواد کې د سنوکر لوبې پرمختګ لپاره هلې‌ځلې وکړي.

د ۶ بالونو سنوکر نړیوالې سیالۍ به د روانی جنوري میاشتې په ۹مه په دوحه کې پیل او د جنوري تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام