
د پاکستان کرکټ ملي لوبډله که څه هم په شل اوریزه کرکټ لوبه کې ښه مهارت لري؛ خو بیا هم په خپلې خوښه شل اوریزه لوبه کې د نیوزیلینډ لخوا له تاریخي ماتې سره مخ شوه.
د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډله د کرکټ شل اوریزو لوبو لومړنۍ تاریخي لوبډله شوه، چې ترټولو زیاتو ۱۶۹ منډو هدف یې د وېکټو له زیان پرته پوره کړ.
په دغه تاریخي بریا کې د نیوزیلینډ له پاره کپټان کین ویلیمسن بغیر له کومې شپږیزې یواځې په ۴۸ بالونو ۷۶ او مارټن ګپټل په ۵۸ بالونو ۸۷ منډې جوړې کړې.
نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې په خپل کوربتوب (همیلټن) کرکټ نړیوال لوبغالي کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه او روانه سیالۍ یې په یوې، یوې بریا سره مساوې کړه.
دا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره د وروستیو ۲۷ نړیوالو شل اوریزه لوبو او ۳ کلن انتظار وروسته لومړې ځل و، چې له خپلو ۱۵۰ زیاتو منډو څخه په دفاع کولو کې پاتې راځي.
همدارنګه دا په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۷ ځل شو، چې یوه لوبډله په ۱۰ ویکټو په نړیواله شل اوریزه لوبه کې ماته خوري.
له دې وړاندې بغیر له کوم زیان څخه د زیات هدف ترلاسه کولو ریکارډ د نیوزیلینډ خلاف د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې جوړ کړی و، چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ۱۴۰ منډو هدف د وېکټو له تلو پرته پوره کړی و.
دغه راز په نړیواله شل اوریزه لوبه کې د زیات ۱۷۱ منډو ملګرتیا ریکارډ د سوېلي افریقې د لوټس بوسمین او ګریم سمت جوړ کړی و، چې د نیوزیلینډ خلاف یې د ۱۷۰ منډو ملګرتیا کړې وه؛ خو دا ځل کین ویلیمسن او مارټن ګپټل دغه ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

مارټن ګپټل د پاکستان خلاف پخپله، خپل ریکارډ مات کړ؛ لومړې بیټسمین دی چی د پاکستان خلاف په نړیواله شل اوریزه لوبه کی ترټولو زیاتې ۸۷ منډې جوړوي.
په همدې سیالۍ کې عمراکمل د پاکستان کرکټ په تاریخ کې دویم پاکستانی بیټسمین شو، چې په ۲۲ بالونو تیزترینه نیمه سلیزه جوړه کړه.
محمد حفیظ او عمراکمل په دویمه شل اوریزه لوبه کی د سلیزو په مټ په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د برینډن مکولم، مارټن ګپټل، تلکرټني دیلشن او جي پي ډومني وروسته پنځم او شپږم لوبغاړي شول چی ۱۵۰۰ او له دې شمېر زیاتې منډې جوړوي.
د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپټان برینډن مکولم په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یواځېنې لوبغاړې دی، چې خپلې منډې یې له ۲۰۰۰ څخه اړولې دي.





