.jpg)
د برازیل په کوربتوب په روانو ریو المپیک سیالیو کې د ۱۰ مې ورځې لوبې د کوربه هېواد نړیوال ریکارډ سره مل وې.
د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د برازیل له پاره ټیاګوډي سیلوا د المپیک سیالیو اوچته ټوپ وهنه وکړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټیاګو د ۶ اشاریه ۳ مترو په اوچتوالي ټوپ وکړ او په دې سره یې د سرو زرو مډال ګټلو ترڅنګ نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
د پرون ورځې د سرو زرو مډال په روانو ریو المپیک سیالیو کې د برازیل له پاره دویم د سرو زرو مډال وو.
د سیالیو په دوام د کیوبا هېواد لوبغاړي لوپیس ترکي سیال ریاض ته په غېږنیونه کې ماته ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګټلو.
.jpg)
دغه راز ترټولو ډراماتیکه شیبه هغه وه، چې په ښځینه ۴۰۰ مترو ځغاسته کې د بهاماس هېواد لوبغاړې شاني میلر په وروستیو شیبو کې د ځان په ګوزارولو سره له امریکایۍ سیالې فلیکس وړاندې وروستۍ لیکې ته ځان ورسولو او په روانو سیالیو کې یې خپل هېواد ته لومړی د سرو زرو مډال وګاټه.
که څه هم د ۴۰۰ مترو ځغاستې اتلولۍ له پاره فلیکس مخکښه نومانده شمېرل کېږي، خو ګټونکي شاني میلر رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې نوموړې په قصدي بڼه ځان د پاې کرښې سره نږدې ګوزار کړی.
دغه راز د ریو په روانو المپیک سیالیو کې مصری جودو لوبغاړی اسلام اشهابي له دې کبله بېرته مصر ته راستون کړای شو، چې له لوبې وړاندې یې له اسرایلي لوبغاړي سره روغبړ نه و کړې.
په روانو سیالیو کې امریکه اوسمهال په ۲۶ د سرو زرو او ټولټال ۷۳ مډالونو سره لومړی، انګلستان د زیاتو ۱۷ مډال او ټولټال ۴۱ مډالونو سره دویم خو چین په ۱۵ د سرو زرو او ټولټال ۴۶ مډالونو سره دریم مقام له ځان سره لري.





