کروشيايي پيتر سرګيټ د افغانستان د فوټبال ملي ټيم مشر و ټاکل شو

 

د افغانستان فوټبال فدراسيون د کروشیا هېواد فوټبال مشر پيتر سرګيټ يې د سلاوان سکلیزیچ پر ځای د افغانستان د فوټبال ملي ټيم مشر وټاکه.

د فوټبال فدراسيون د بهرنيو اړيکو مسول مصطفی ميرزاد سلام وطندار ته د يوې ټېلفوني اړيکې پر مهال وویل، چې د سرګیټ سره د افغانستان فوټبال ملي ټيم له خوا قرارداد تېره شپه نهايي شوه.

میرزاد وايي، چې پيټر سرګيټ له دې وړاندې د ګرجستان ملي ټيم  او په بوند سليګای لیګ کې د جرمني ټيم مشر پاتې شوی دی.

د فوټبال نوی مشر ۴۹ کاله عمر لري او د اروپا د فوټبال اتحاديې( یوفا) څخه د لوبډلمشر سند هم لري.

پيتر سرګيټ فوټبال يې د المان په لیګ کې پېل کړ او په اف وي کالوو، پلوشینګين، شووینخایم، المرباخ، والدورف او والدوف فوټبال ټيمونو کې يې لوبې کړي دي.

په ۱۹۹۳ م ز کال کې، چې ۲۷ کلن وو د مصدوميت له وجې ونه شوی کولی، چې د لوبغاړي په صفت فوټبال ته ادامه ورکړي.

نوموړي د همغه وخت راهیسې د فوټبال لوبډلمشر په توګه په کار پېل وکړ.

هغه ته د فوټبال د معمار لقب هم ورکړل شوی دی، ځکه تر اوسه يې زیات لوبغاړي د نړۍ فوټبال ټيمونو له پاره روزلي دي.

سرګيټ درېیم لوبډلمشر دی، چې د تېر یوه کال په موده کې د افغانستان د فوټبال مشر په توګه ټاکل کيږي.

د افغانستان د فوټبال ټيم پخوانی مشر سلاوان سکلیزیچ ځکه د فوټبال فدراسيون له خوا لېری کړی شو، چې د افغانستان د فوټبال ټيم د روسيې په ۲۰۱۸ م ز کال د نړېوال جام په ابتدايي لوبو کې پرلپسې ماتې تجربه کړې.

د فوټبال فدراسيون د يوې خبرپاڼې په خپراوي سره د سکلیزیچ له کارونو د ستاينې ترڅنګ ویلي، چې د هغه حضور د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د لوبډلمشر په توګه د لنډمهالې له پاره د هېواد په ګټه نه وو.

د یاد لوبډلمشر په وخت کې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم ۸ لوبې وکړې، چې په دغو لوبو کې يې دوې وګټلې، يوه لوبه مساوي کړه او ۵ نورې يې و بايللې.

په پام کې ده، چې د افغانستان ملي ټيم د روسيې په ۲۰۱۸ م ز کال مقدماتي سياليو کې د نومبر په ۱۲ مه نېټه په تهران کې د کمبوج فوټبال ټيم پر وړاندې لوبه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام