افغانستان او زمبابوې نن د کرېکټ لوبو لړۍ پیلوي

ټاکل شوې د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۷ نړیوالو کرېکټ سیالیو لړۍ نن د عربي اماراتو په شارجه کرېکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

دواړه لوبډلې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ میاشتې له شل اوریزه سیالۍ وروسته یو ځل بیا په دغه لوبغالي کې مخامخ کېږي چې وروستی ځل افغانستان د ۸۱ منډو په توپیربریا خپله کړې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ له‌خوا د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړی ۲ شل اوریزه لوبې وشي چې لومړی یې نن د افغانستان په وخت ماښام ۷ نیمې بجې ترسره کېږي.

نننۍ سیالۍ به د سلام‌وطندار او همکارو راډیو ګانو له‌خوا کرېکټ مینه‌والو ته په ژوندۍ بنه خپره شي.

د یادونې ده چې د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ تراوسه ۵ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره شوي چې ټولې افغان کرېکټ ملي لوبډلې ګټلي دي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې ته له ۱ کلن کرېکټ بندیز وروسته تکړه لوبغاړی شهزاد محمدي راستون شوی خو حمید حسن پرون د تمریناتو پرمهال ټپي شوی او د زمبابوې خلاف سیالیو کې به ونه لوبیږي.

همدارنګه زمبابوې لوبډلې هم ۲ سپین پوستو لوبغاړو کایل جارویس او برینډن ټیلر ته یو ځل بیا د لوبېدو چانس ورکړی چې د افغانستان خلاف سیالیو کې ترې ډېرې تمې کېږي.

د دواړو لوبډلو کپتانان اصغرستانکزی او ګریم کریمیر پرون په یوه رسنیزه غونډه کې راښکاره شول او سیالیو ته یې د خپلو لوبډلو د پوره چمتووالي او ښه کرېکټ ډاډ ورکړ.

اصغرستانکزي رسنیزه غونډه کې وویل، چې سیالۍ ته پوره چمتو دي، پیاوړي سپنران لري او د شهزاد محمدي په راستنېدو لوبډله نوره هم پیاوړې شوې ده.

دغه راز د زمبابوې کپتان کریمیر په خپلو خبرو کې ومنله چې افغان کرېکټ ملي لوبډله د لوبې هرې برخې له‌پاره تکړه لوبغاړي لري او د دوی ماتول اسانه نه وي.

نوموړي دغه راز لوبډلې ته د تېز چپ لاسي بالر براین ویټوري په راتګ هم خوښي وښوده چې د غیرقانوني بالینګ له‌کبله له بندیز سره مخ و.

دواړو کپتانانو د خبري غونډی وروسته د شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوبو له‌پاره د افغانستان کرېکټ بورډ له‌خوا برابرو شویو جامونو څخه هم پرده اوچته کړه.

دواړه لوبډلې په داسې حال کې ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه سیالۍ ترسره کوي چې ټاکل شوې ده راتلونکې میاشت د زمبابوې په کوربتوب ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام ته په غوراوي پړاو کې هم ولوبیږي.

دغه راز افغان کرېکټ بورډ نن د زمبابوې په کوربتوب مارچ میاشت کې ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام غوراوي پړاو ته هم ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې ټول هغه لوبغاړي غوره شوي چې د عربي اماراتو په کوربتوب به د زمبابوې خلاف ۵۰ اوریزه لوبو کې ولوبیږي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله به د زمبابوې خلاف د فېبرورۍ په ۱۹مه وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه وکړي او بیا به زمبابوې ته سفر وکړي.

په زمبابوې کې د سیالیو ترسره کولو موخه د ۱۰ ګډون کوونکیو هېوادونو په ډله کې ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام ته لاره پیداکول دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام