.jpg)
د شلاوریزو سوداګریزو سیالیو تر ټولو ستره مېله د هندوستان په کوربتوب له نږدې ۲ میاشتو لوبو وروسته د ممبۍ انډینز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدله.
یادې لوبډلې د جسبریت بومرا، پولارډ او راهول چاهار د ښې لوبې پهواسطه دفاعي اتلې چنای سوپرکینګز لوبډلې ته په یوې منډې ماتې ورکړه او د څلورم ځل لهپاره یې د اتلولۍ جام وګټلو.
چنای سوپرکینګز لوبډلې ته د ممبۍ انډینز لهخوا په ۲۰ اورونو کې د ۱۵۰ منډو هدف ورکړل شویو چې یادې لوبډلې ته د شین واټسن له ۸۰ منډو وروسته په وروستي اور کې ۹ منډې په کار وې چې د ملینګا په اور کې یې یواځې ۷ منډي ترلاسه کړې او ماته یې وخوړه.
.jpg)
ممبۍ انډينز لوبډله ۴ ځلې د روهیت شرما په کپتانۍ کې د دې ستر لیګ (فاینل) ته رسېدلې وه چې په ۲۰۱۳، ۲۰۱۵، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کال کې یې ټولې اتلولۍ ګټلې دي.
په دې سره چنای سوپرکینګز لوبډلې نه یواځې د اتلولۍ جام ممبۍ لوبډلې ته وبایللو، بلکې ترڅنګ یې د دې لوبډلې خلاف د سږ کال په لیګ کې سر په سر څلورمه ماتې هم وخوړه او یادې لوبډلې د مهندرسینګ ډهوني په کپتانۍ کې ـ چې ۱۰مه فاینل لوبه لوبوله ـ ۷مه ماتې وخوړه.
پهدې سره په ۴ اتلولیو سره ممبۍ انډینز لوبډله د هندوستان (ای پی ایل) لوبو د تاریخ مخکښه لوبډله او روهیت شرما د دې لیګ تر ټولو بریالی کپتان شو.
روهیت شرما د دې لیګ د تاریخ هغه یواځینی لوبغاړی هم شو چې په ۵ اتلولیو کې شامل و چې په ۲۰۰۹ کال کې یې له ډکن چاجرز لوبډلې سره یې د لوبغاړي په توګه د (اي پی ایل) اتلولي ګټلي وه.
د دې لوبو په پای کې د سن رایزرز لوبډلې لوبغاړی ډیویډ وارنر په ۱۲ لوبو کې په ۶۹۲ منډو د نارنجي خولۍ او د چنای لوبغاړی عمران طاهر د ۱۷ لوبو وروسته د ۲۶ ویکټو په اخېستلو سره د ارغواني خولۍ ګټونکی اعلان شو.
.jpg)
عمران طاهر په سږ کال لیګ کې دوه نور ریکارډونه هم جوړ کړل چې د ډېر عمر لرونکي لوبغاړي په توګه یې (فاینل) لوبه ولوبوله او هم یې د لومړي لیګ سپنر په توګه د دې لیګ د تاریخ تر ټولو زیاتې وېکټې واخېستلې.
همدارنګه د کلکتې لوبغاړی شوبمن ګیل ته د ځوان غوړېدونکي لوبغاړي جایزه، هارډیک پانډیا ته د چټکی نیمه سلیزی جایزه، انډري رسل ته د زیات ارزښتناکه لوبغاړي، د بهترینه کیچ او چټک بیټسمین جایزه، لوکیش راهول ته د سټایلیش لوبغاړي جایزه، راهول چاهار ته د مېچ بدلوونکي لوبغاړي جایزه، سن رایزرز لوبډلې ته د اخلاقو جایزه او موهالي او حیدراباد ته د غورو لوبغالیو او پیچونو جایزې او نغدې پیسې ورکړل شوې.
.jpg)
له ۱۵ لوبو وروسته افغان لیګ سپنر راشدخان د نورو بالرانو په کتار کې لومړی بالر و چې په هر اور کې یې کمې ۶ اعشاریه ۲۸ منډې ورکړې؛ خو نبي عیسی خېل بیا ۸م مقام کې راغلی دی چې ۶ اعشاریه ۶۵ او مجیب ځدران د ۵ لوبو او هر اور کې د ۱۰ اعشاریه صفر۵ منډو په ورکولو سره ۷۹م اقتصادي بالر و.





