
د فیلیپین هېواد نوموتی سوک وهونکی "مني پکوي" یو ځل بیا د سوک وهنې نړیوالو سیالیو ته د ورتګ پرېکړه کړې.
د مني پکوي د نړیوالو سیالیو مسوول باب اروم وايي، چې د روان کال په اپریل میاشت کې به له نړیوالو سیالیو ګوښه شوی لوبغاړی یو ځل بیا د لوبې ډګر ته ورشي.
ګارډین وېبپاڼې په خپل راپور کې د باب اروم له خولې لیکلي، چې منی پکوي ترې غوښتنه کړې، چې په اتم پړاو د سوک وهنې د اتلولۍ په سیالیو کې ورته سیال او د لوبې ځای پیدا کړي.
له بل لوري د هندوستان "ای، ایس، پي، این" وېبپاڼې لیکي، چې مني پکوي به راتلونکې سیالۍ د امریکی په لاس ویګاس کې د اکتوبر په ۲۹ او یا هم د نومبر به ۵ مه نېټه ترسره کړي.

مني پکوي به د روان کال په مې میاشت کې د دویم ځل له پاره د فیلپین هېواد د مشرانو جرګې د غړي په توګه وټاکل شو.
مني پکوي د سوک وهنې په لوبو کې یو مسلکي او مخکښ لوبغاړی و او ډېر ژر یې د سوک وهنې له لوبې سره مخه کړې وه.
باب اروم له ۲۰۰۵ کال راهیسې له مني پکوی سره د سیالیو برابرونکي په توګه کار کوي او اوسمهال د دغه سوک وهونکي ډله په دې لټه کې ده، ترڅو په داسې نېټه د سوک وهنې سیالۍ برابر کړي، چې د مني پکوی د سناتورۍ په دنده او تمریناتو کې خنډ پیدا نه شي.
نوموړي، د روان کال په اپریل میاشت کې د ټیموټي بریډلي خلاف له بریا وروسته د سوک وهنې نړۍ سره مخه ښه کړې وه، خو د هغه ورزش په هیرولو او پرېښودلو کې اوس ناتوانه ښکاري، چې نوموړی یې له سختې غریبۍ څخه په نړیواله کچه یو مشهور ورزشکار معرفی کړی و.
فیلیپینی مني پکوي تراوسه ۶۶ نړیوالې لوبې کړي ۵۸ لوبو یې ګټي او ۶ لوبې یې بایللي دي.
د خپلو لوبو په جریان کې یې ۳۸ لوبې په نک اوټ ګټلي دي.





