افغانستان په ساحلي فوټبال کې د جاپان خلاف ستره ماتې وخوړه

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې نن (یکشنبې) د اسیا په ساحلي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه وکړه، چې ستره ماته یې په کې وخوړه.

د اسیا ساحلي سیالیو د رسمی وېبباڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان نن په خپل لومړي (ډي) ګروپ لوبه کې له جاپان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سره سیالۍ ته برابر شو، چې ۱۱ د ۰ ګول په وهلو له ماتې سره مخ شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ په ۳ پړاونو کې وشوه، چې په لومړۍ نیمایي کې جاپان ۴ د ۰ ګول پر وړاندې، دویمه نیمایي کې ۲ د ۰ ګول پر وړاندې په او وروستۍ درېیمه نیمایي کې یې ۵ د ۰ ګول پر وړاندې ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې د افغانستان له خوا ۲ لوبغاړیو محمود ازاد او علي جبیرل علي د غلطیو له کبله زېړ کارتونه هم ترلاسه کړل.

له دې مخکې د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي وو، چې افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د نننۍ سیالۍ له پاره څو ورځې پرله پسې په دننګ ښار کې پوره تمرینات کړي او ښه چمتووالي لري.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډله به د اسیا په ۵م پړاو ساحلي سیالیو کې له چین ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سره هم لوبه کړي.

د ویتنام په کوربتوب ۵ م پړاو ساحلي فوټبال سیالۍ پرون د روانې سپټمبر میاشتې پر ۲۴ مه نېټه د ویتنام په (دننګ) ښار کې پیل شوي.

په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د اسیا وچې د ۴۶ هېوادونو څخه سلګونه لوبغاړي په بېلابېلو ورزشي رشتو کې د مډال له پاره لوبېږي.

د دې سیالیو په دوام به افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډله سبا د سپټمبر پر ۲۶ مه نېټه له چین ساحلي فوټبال ملي لوبډلې سره هم لوبه وکړي، چې په بریا سره به یې مخکې تګ ته لاره هواره کړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام