.jpg)
د کرکټ ملي لوبډله به له کوربه سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه وکړي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ به نن (دوشنبه) د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ بجې او ۱۵ دقیقې د سکاټلینډ په ګرینج کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
کرکټ بورډ وایي، ملي لوبډلې له تېرو څو ورځو راهیسې په سکاټلینډ کې تمرینات کول او له سیالې لوبډلې سره د خپلو دوو پنځوس اوریزو لوبو له پاره پوره چمتووالی لري.
د کرکټ بورډ زیاتوي، چې ملي لوبډلې ته د کورنیو روزونکو دولت احمدزي او رییس احمدزي ترڅنګ نوي ګومارل شوي هندي روزونکي لال چند راچپوت هم ورته لارښوونې کړي دي.
.jpg)
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له سکاټلینډ سره وروستۍ لوبه د راتلونکې چهار شنبې په ورځ وکړي او بیا به ایر لینډ ته د لوبو له پاره ورشي.
د افغانستان او سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلو خپلو کې ۹ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې کړي، چې ۶ لوبې یې افغان کرکټ ملي لوبډلې او ۳ یې بیا د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې ګټلي دي.
د یادونې ده، چې کوربه لوبډله په خپل هېواد سکاټلینډ کې ښه لوبیږي، چې په ترسره شویو ۲ سیالیو کې یې یوه افغانستان او بله هم سکاټلینډ ګټلې ده.
د اروپا سفر له پیلولو مخکې افغانستان له کرکټ نړیوالې شورا سره د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۰ او په څلور ورځنیو سیالیو کې بیا درېیم مقام له ځان سره لري.





