د وزن پورته کولو افغان لوبډله ایران ته لاړه

د افغانستان د وزن پورته کولو ملي لوبډله نن د همدې برخې د فدراسیون له‌خوا د فجر جام په ۴م پړاو سیالیو کې چې د مارچ په لومړۍ نېټه پیلېږي، د ګډون لپاره ایران ته لاره.

‌د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، د ایران په کوربه‌توب د فجر جام د ۴م پړاو سیالیو موخه د ۲۰۲۰ کال المپیک سیالیو ته هم د غوره لوبغاړیو غوراوی ښودل شوی دی.

یادې لوبې به د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه د ایران په پلازمېنه تهران کې پیل او ۵ ورځې به دوام وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له افغانستانه د سفر د مسوول محمداکرام نادري او روزونکي په ګډون ۵ کسیزه ملي لوبډله نن د ایران په لور خوځېدلې ده.

د یادونې ده چې د افغانستان په استازولۍ د ایران په کوربه‌توب د فجر جام وزن پورته کولو سیالیو ته غوره شویو افغان لوبغاړیو تېر کال په یادو سیالیو کې د برونزو شپږ مډالونه ګټلي وو.

په همدې حال کې د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي، د ایران په کیش ښار کې د تکواندو له سیالیو وروسته د تکواندو نړیوال فدراسیون د افغانستان د تکواندو لوب‌څار عبدالصبور عمري ته د ښې لوب‌څارۍ او داورۍ له کبله ستاینلیک ورکړ.

 

د افغانستان د تکواندو فدراسیون زیاتوي، د تکواندو نړیوال فدراسیون د تکواندو په هغو سیالیو کې چې د کیش په کوربه‌توب جوړې شوې وې، د عبدالصبور عمري پریکړې د نورو لوبڅارانو په پرتله غوره وبللې او نوموړي ته یې په دې اړه یو سند هم ورکړ.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام