د افغانستان فوټبال فدراسیون په اسیایي کچه وروسته شو

د فوټبال اسیایي شورا له خوا د غوره فدراسیونونو د درجه بندۍ له مخې افغانستان خپل د تيرکال مقام له لاسه ورکړی دی.

د فوټبال فدراسیون له خوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې افغانستان تېرکال د اسیا په کچه ۲۹ م غوره فوټبال فدراسیون وو، خو سږ کال له یوه هیواد وروسته شوې او ۳۰ م مقام کې راغلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د فوټبال اسیایي شورا له خوا د هیوادونو د فدراسیونونو مخکې او شاته تګ د هغه هیواد د فوټبال ملي لوبډلې کارکردګۍ او په کورنۍ کچه د فوټبال کلپونو کارکردګۍ پورې نیغ په نیغه تړلي وي.

د فوټبال اسیایي شورا د یوه هیواد فدراسیون درجه بندۍ له پاره ۷۰ سلنه د کورنیو فوټبال کلپونو وده او دغه راز ۳۰ سلنه په نړېواله کچه د فوټبال ملي لوبډلې کارګردګي په نظرکی نیول کیږي.

یاده دې وي، چې اوسمهال د افغانستان هیڅ کوم کورنی فوټبال کلب په اسیایي سیالیوکې نه دی لوبیدلی او ترلاسه شوې دیرشم مقام د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په کارکردګۍ افغان فوټبال فدراسیون ته ورکړل شوی دی.

د فوټبال اسیایي شورا له خوا د غوره فدراسیونو په درجه بندۍ کې د سویلي کوریا فدراسیون لومړی مقام خپل کړی دی.

د درجه بندۍ له مخې سعودي عربستان دویم، ایران درېیم، جاپان څلورم او د عربي اماراتو فوټبال فدراسیون بیا پنځم غوره اسیایي فدراسیون اعلان شوي دي.

پټه دې پاتې نه وي، چې تېرکال د افغانستان ۲ فوټبال کلپونو ته په اسیایي فوټبال کلپونو سیالیو کې د لوبیدو چانس ورکړل شوې وو، خو افغان فوټبال فدراسیون د نامعلومه دلایلو له کبله دغو سیالیو ته خپل فوټبال کلپونه ونشو لیږلې.

د دې ویره هم شته که افغانستان په دوامداره توګه په اسیایي فوټبال کلپونو سیالیو کی خپل فوټبال کلپونه ونه لوبوي، نو امکان شته چې د افغانستان فوټبال فدراسیون په اسیايې کچه نور هم شاته لاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام