د «ای پي ایل» لیلامۍ له‌پاره د افغان لوبغاړو لېست نهایي شو

د هندوستان په ۱۱م پړاو «ای پي ایل» سیالیو ګډون کوونکیو ۸ لوبډلو د لوبغاړو وروستی لېست هندي کرېکټ بورډ ته وسپاره چې په کې د افغانستان د ۱۳ لوبغاړو څخه ۱۰ تنو په وروستي لېست کې ځای خپل کړی دی.

د سږکال هندوستان سوداګریزو کرېکټ سیالیو له‌پاره ۱۱۲۲ لوبغاړو نوم‌لیکنه کړې وه چې ترې د ګډون کوونکیو لوبډلو له‌خوا یوازې ۵۷۸ لوبغاړو لېست د بولۍ له‌پاره نهایي شو چې په کې ۳۶۰ هندي لوبغاړي شامل دي.

د افغانستان له ۱۳ کسیزې ډلې د کپتان اصغرستانکزي، سمیع الله شینواري او حمید حسن نومونه ویستل شوي دي او په بولۍ کې وړاندې نه‌شي.

په غوره شوې ۱۰ کسیزه ډله کې راشد خان ارمان ته ترټولو زیاتې ۲۰ میلیونه هندۍ کلدارې قیمت کېښودل شوی چې ښایي له دې په خورا زیاتو پیسو واخیستل شي.

دغه راز محمد نبي عیسی خېل، نجیب الله ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، دولت ځدراڼ، شاپورځدراڼ، شفیق الله شفق، شهزاد محمدي او ګلبدین نایب ته ۵ میلیونه هندۍ کلدارې قیمت خو چینامین ځوان بالر ظاهر خان پکتین ته بیا یوازې ۲ میلیونه هندۍ کلدارې قیمت کېښودل شوی چې ترې په لوړ قیمت هم پېرل کېدلی شي.

دیادونې وړ ده چی محمد نبي عیسی خیل تیرکال د ۵ میلیونه هندۍ کلدارو خو راشد خان بیا د ۴۰ میلیونه هندۍ کلدارو په بدل کې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې له‌خوا اخیستل شوي و چې د ډېرو بهرنیو لوبغاړو په پرتله ښه ولوبید او ورته یې په نورو نړیوالو لیګونو کې د لوبېدو زمینه برابره کړه.

ټاکل شوې ده د سږکال «ای پي ایل» سیالیو له‌پاره به ګډون کوونکې ۸ لوبډ‌لې تقریبا له سره نوې لوبډلې جوړې کړي چې ورته به (بولۍ) د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه د هندوستان په بنګلور ښار کې ترسره شي.

ټاکل شوې د سږکال هندوستان پریمیر لیګ شل اوریزه کرېکټ سیالۍ د اپریل میاشتې په ۴مه نېټه په هندوستان کې پیل او د مې میاشتې ۲۷مه نېټه د اتلې لوبډلې په اعلان سره پای ته ورسېږي.

د سږکال په سیالیو کې به درې ځلې اتله ممبۍ انډينز لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي چې تېرکال یې د ۱ منډې په توپیر پوني لوبډلې ته ماتې ورکړی وه.

د ۱۰ پړاونو ترسره کېدو وروسته د سږکال ټورنامنټ له‌پاره یوازې د ممبۍ انډينز، رویل چیلینجرز بنګلور او سن رایزرز حیدراباد لوبډلې کپتانان معلوم دي چې روهیت شرما، ویراټ کوهلي او ډیویډ وارنر یې په غاړه لري خو پاتې ۵ لوبډلې به د لوبډلو په بشپړېدو کپتانان هم اعلان کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام