برېټانوي انډي موري د ټینس سیالیو اتلولي وګټله

برېټانوي مشهور ټینس لوبغاړی انډي موري سربیایي سیال نواک جاکویک ته په ماتې ورکولو د اتلولۍ جام ترڅنګ د سر په سر ۲۴ لوبو په ګټلو لومړی مقام وګټلو.

د ټینس وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، انډي موري د ورلډ ټورز فاینلز وګاټه او د روان کال تر پایه د نارینه ټینس سیالیو د لومړي لوبغاړي په توګه پاتي وي.

که څه هم لومړی مقام دوه اونۍ مخکې انډي موري د پاریس ټینس سیالیو د اتلولۍ په ګټلو ترلاسه کړی ، خو دویم مقام لرونکي نواک جاکویک د روان کال وروستي ټینس ټورنامنټ په ګټلو سره بېرته لومړی مقام ترلاسه کولای شو، خو داسی ونه شول.

د روان ۲۰۱۶ م کال نړیوالو ټینس سیالیو د ټورنامنټ پای لوبه د انګلستان په لندن کې د ۷۰ زرو نندارچیانو په شتون کې ترسره شو، چې انډي موري سر په سر په ۲ سیټونو کې پخواني اتل نواک جاکویک ماتې سره مخ کړ.

مري په سیالۍ کې د یوې یو اړخیزې لوبې وروسته ۶ د ۳ او ۶ د ۴ امتیازونو په وړاندې بریا ترلاسه کړه او د دغه سیالیو ۵ ځلي اتل جاکویک ارمانونه یې په اوبو لاهو کړل.

پخواني اتل سربیایي نواک جاکویک بیا ونه کړای شو، چی د پخواني اتل سویسي راجرفیډر ریکارډ مات کړي او د سر په سر ۶ ځل له پاره د دې سیالیو د اتلولۍ جام ګټلو کې پاتې راغی.

انډي موري رسنیو سره په خبرو کې وویل،  دا یوه ځانګړې شېبه ده، چې په داسې مهمه سیالۍ کې د نواک جاکویک په څېر لوبغاړي سره لوبیږي او ماتې ورکوي.

انډي موري تراوسه په ۳۴ نړیوالو ټینس سیالیو کې د سربیایي نواک جاکویک خلاف لوبېدلی، چې یوازې ۱۰ بریا یې ترلاسه کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام