
د فوټبال نړۍوالې شورا په نوې اعلان کړې درجهبندۍ کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په وروستیو ۵ کلنو کې د لومړي ځل لهپاره په نړۍواله درجهبندۍ کې لوړ مقام ته ورسېده.
پهدې درجهبندۍ کې افغانفوټبال ملي لوبډله د کمبودیا خلاف د تېرې میاشتې بري وروسته له ۶ هېوادونو مخکې شوېده.
د فوټبال نړۍوالې شورا (فیفا) په خپرې کړې درجهبندۍ کې امتیازونه له ۱۷۶ نه ۱۹۴ ته رسېدلي او له ۱۴۸م مقامه ۱۴۲م مقام ته رسېدلې دی.
دا په وروستیو څوو کلونو کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې تر ټولو لوړ مقام دی. د وروستي ځل لهپاره افغان فوټبال ملي لوبډله په نړۍواله درجهبندۍ کې د ۲۰۱۳ کال سویلي اسیا فوټبال اتلولۍ له ګټلو وروسته ۱۴۰م مقام ته رسېدلې وه.
پهدې درجهبندۍ کې افغان فوټبال ملي لوبډله د سویلي اسیا په کچه له هندوستانه وروسته دویم؛ خو د اسیا په کچه ۲۹م مقام لري.
د فیفا په درجهبندۍ کې المان او برازیل خپل پخواني لومړی او دویم مقام لري؛ خو بلجیم فوټبال ملي لوبډله له څلورم مقام لرونکی پرتګال او پنځم مقام لرونکې ارجنټاینۍ فوټبال لوبډلې مخکې شوی او درېیم مقام ته رسېدلی دی.
د اسیا په کچه لومړی مقام له هندوستان، په افریقا کې تونس، په شمالي امریکا او کربین وچه کې مکسیکو، په سویلي امریکا کې برازیل، په اقیانوسیه کې نیوزیلینډ او په اروپا کې المان لومړی مقام لري.





