
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړی، افغاني الاصله المانی مصطفی ازادزوی د یوه اسیایي فوټبال کلب سره د لوبېدو په موخه تړون لاسلیک کړ.
د فوټبال ملي لوبډلې دغه لوبغاړي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې خوب یې ریښتیا شو او له دې وروسته به د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ترڅنګ د تایلینډ په لومړي مسلکي دویمه لیکه فوټبال سیالیو کې د (نارا یونایټیډ) فوټبال لوبډلې په ګټه ولوبیږي، چې افغان فوټبال فدراسیون یې هم پخلی کړی دی.
پخپله نارا یونایټیډ لوبډلې هم په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې د منځنۍ لیکي لوبغاړي ۲۳ کلن مصطفی ازادزوی د جذبولو خبر ورکړی.
نارا یونایټیډ اوسمهال د تایلینډ په روانو سیالیو کې د ۱۱ اونیو او نیم فصل په تیریدو سره په ۲۱ امتیازونو د ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې لومړی مقام له ځان سره لري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې په المان کی میشت افغان فوټبال لوبغاړی مصطفی ازادزوی اوسمهال د ۶ میاشتیني تړون له مخې له خپلې نوې لوبډلې سره په تایلینډ کې یوځای شوی دی.

مصطفی ازادزوی په یوه پیغام کې له خپلې کورنۍ، مینه والو، مالي ملاتړو او له خپلو روزونکو څخه مننه کړې، چې په سختو شیبو کې یې د نوموړي لاس نیوی کړی او د ده په پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی.
ازادزوې دغه راز د افغانستان فوټبال فدراسیون څخه هم مننه کړې ده، چې د خپل هیواد فوټبال ملي لوبډلې له پاره په لوبیدو کې یې ورته چانس ورکړی.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې او دغه راز له اوسنۍ نوې تایلینډۍ فوټبال لوبډلې سره د لوبیدو وړاندې دغه افغان لوبغاړی د المان په څلورمه لیکه فوټبال سیالیو کې لوبه کوله.
مصطفی ازادزوی د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې له پاره په ۱۷ نړیوالو سیالیو کې لوبه کړې ده او په ۲ ګولونو بریالی شوی دی.

نوموړی د هغې افغان فوټبال ملي لوبډلې غړی و، چې په ۲۰۱۳م ز کال سویلي اسیا فوټبال جام سیالیو کې یې افغانستان د هندوستان خلاف لومړۍ تاریخي اتلولۍ ته ورساوه او په فاینل لوبه کې ګول هم ترسره کړ.
د مصطفی ازادزوی وړاندې تیره میاشت د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې کپتان فیصل شایسته بیا د تایلینډي فوټبال کلب سره تړون پای ته ورساوه او د پیسو ګټلو په موخه د مالیزیا هیواد (پهانګ) فوټبال کلب سره یوځای شو.





