افغانستان په فوټبال کې له دوه هیوادونو وړاندې شو

د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) لخوا د لوبډلو نوې درجه بندي اعلان شوه چې په کې افغانستان نور هم پرمختګ کړی.

افغانستان د فوټبال نړیوالې شورا په اعلان شوې درجه بندۍ کې په  ۲۰۳امتیازونو ګټلو سره له ۲ غړو هیوادونو وړاندې شوی او له ۱۳۷م مقام څخه  ۱۳۵م مقام ته را اوچت شوی دی.

په دې سره افغانستان د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې د ۲۰۹ غړو هیوادونو په ډله کې د سینټ لوشیا او لوکزامبورګ فوټبال ملي لوبډلې شاته پریښي.

دغه راز افغانستان د اسیا وچې د ۴۶ هیوادونو په ډله کې بیا ۱۷ مقام ته رسیدلی دی چې تر ټولو غوره مقام شمیرل کېږي.

همدارنګه دافغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله بیا په نړیواله درجه بندۍ کې اوسمهال په ۱۲۸م مقام کې ځای لري.

د نړیوالې درجه بندۍ له مخې د ۲۰۱۴ کال فوټبال نړیوال جام اتله المانۍ فوټبال ملي لوبډله د نړۍ په سر کې ځای لري چې په ۱۶۸۷ امتیازونه سره لومړی مقام له ځان لري چې ورپسې ارجنټاین او دریم مقام کې بلجیم ځای نیولی.

دیادونې وړ ده چې د فوټبال نړیوالی شورا لخوا د لوبډلو نوې درجه بندي نن پنجشنبه  ددې شورا په رسمي ویبپاڼه کې اعلان شوه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام