افغان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ننګرهار غازي امان الله کرکټ نړیوال لوبغالي کې پلان شوې روزنیز کمپ پاې ته ورسید.
د کرکټ ملي لوبډلې مدیر(منیجر) شیر اغا همکارسلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ۲ تمریني څلور ورځنیو سیالیو روزنیز کمپ یی د باران له کبله پاې ته ورساوه او ټاکل شویده دوه ورځی وروسته د (مۍ) میاشتې په ۱۴ مه نیټه به سکاټلینډ ته روان شي.
ددی وړاندی کرکټ بورډ ویلي وو چې د ننګرهار په ۱۵ ورځني روزنیز کمپ کې به د کرکټ ملي لوبډلې ۲۱ تنه لوبغاړي له نورو ملي کرکټرانو سره یوځای څلور تمریني سیالۍ ترسره کوي چې موخه یې د سکاټلینډ خلاف سیالۍ ته چمتووالی وو.
دیادونې وړ ده چې تراوسه افغان کرکټ بورډ له اعلان شوې ۲۱ کسیزې کرکټ ملي لوبډلې څخه سکاټلینډ خلاف سیالۍ ته ۱۴ کسیزه لوبډله نه ده اعلان کړې.
د کرکټ ملي لوبډلې منیجر شیراغا همکار وویل چې ټاکل شوې ده افغان کرکټ ملي لوبډله به دروانې (مۍ) میاشتې په ۱۴ مه نیټه د سکاټلینډ په سفر روانه شي.
ښاغلي همکار زیاته کړه چې د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف به په (سټرلینګ) لوبغالي کې د څلور ورځنۍ لویو وچو (انټرکانټینینټل) جام سیالۍ وړاندې له کوربه هیواد سیمه ایزو لوبډلو سره ۲ تمریني سیالۍ هم ولري.
ښاغلي همکار د رسمي څلور ورځنۍ سیالۍ وړاندې د ۲ تمریني سیالیو د مهال ویش په اړه څه ونه ویل.
د غه راز د ننګرهار امنیتي چارواکو خبر ورکړ چې د (بړوسنګر) په سیمه کې یې د مخکنیو معلوماتو له مخې د وسله والو لخوا هغه پلان شنډ کړ چې د روداتو ولسوالۍ اړوند په غازي امان اله کرکټ نړیوال لوبغالي یې د برید پلان درلود چېرته چې د کرکټ ملي لوبډلې روزنیز کمپ روان وو.
په همدې حال کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوي ګمارل شوي مدیر شیراغا همکار په ننګرهار غازي امان الله کرکټ نړیوال لوبغالي د برید پلان څخه بې خبري وښوده او د برید له کبله یی د کرکټ ملي لوبډلې د روزنیز کمپ پاې ته رسول رد کړل.





