د پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او د خپل وخت تکړه لوبغاړی انضمام الحق د افغانستان کرکټ بورډ سره د ۲ کلن تړون لاسلیکولو له پاره چمتووالی ښودلی دی.
د هندوستان یوه خبري اژانس (پریس ټرسټ اف انډیا) خبر ورکړی، چې د زمبابوی له تاریخي او کامیابه لاسته راوړنو او د افغان لوبډلې د ارزیابي کولو وروسته انضمام الحق له افغان کرکټ بورډ سره د روزنې په موخه هوکړې ته رسیدلی دی.
راپور د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني روزنکي پاکستاني کبیرخان له خولې لیکلي، چې انضمام الحق له افغان کرکټ بورډ سره ۲ کلن تړون لاسلیکولو ته چمتو دی.
کبیرخان هندي اژانس ته ویلي دي، چې له انضمام الحق سره یې خبرې کړې دي او نوموړي منلې، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره به د مشر روزونکي په موخه خپل تړون وغځوي.
د یادونې وړ ده، چې کبیرخان د نږدې ۶ کلونو له پاره په ۲ پړاونو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کامیابه روزنه وکړه، خو اوسمهال د پاکستان کرکټ بورډ کې د لوبغاړو د ټاکوونکي ډلګۍ غړی دی.
کبیرخان (پریس ټرسټ اف انډيا) سره په خبرو کې زیاته کړې ده، چې انضمام الحق د زمبابوې په سفر کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې له روزنې ښه خوند اخیستی، د افغان کرکټ ملي لوبډلې له وروستیو کارکردګیو خوښ دی او په دی باوري دی، چې افغان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال کرکټ کې د مخکې تګ پوره وړتیا او چانس لري.
د خان په وینا، افغانستان تل برید کوونکي بالران پیدا کړي، ښه فیلډینګ لري، خو یواځینۍ ستونزه یې د بیټینګ ده او د دې ستونزې د له مینځه وړلو له پاره انضمام الحق غوره انتخاب دی.
هیره دې نه وي، چې پخپله کبیرخان ۲۰۱۵ م ز کال کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د افغانستان په رسولو کې ډيرې هلې ځلې وکړې، خو د سیالیو د پیل وړاندې په حیرانوونکې توګه له دندې استعفا ورکړه او په ځای يې انډي مولز د روزونکي په توګه وګمارل شو، چې نوموړی هم څو میاشتې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ اوسنۍ ادارې لخوا وشړل شو.
د یادونې وړ ده، چې تراوسه هم نه پخپله انضمام الحق او نه هم افغان کرکټ بورډ په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دغه راز د افغانستان خلاف د سترو ماتو وروسته ټیسټ هیواد زمبابوې هم هڅې پیل کړې وې، ترڅو انضمام الحق خپلې ملي لوبډلې ته د بیټینګ روزونکي په توګه وګوماري.





