.jpg)
د تایلینډ په کوربتوب د اسیا المپیک شورا په کلنۍ عمومي اسمبله کې افغانستان ته د دې شورا په چوکاټ کې د سولې او ورزش او دغه راز د روغتیا په کمېسیون کې غړیتوب ورکړل شو.
د یادونې ده چې د اسیا المپیک شورا په ۳۸مې کلنۍ عمومي اسمبله کې ـ چې د روان مارچ په لومړۍ اوونۍ کې د تایلینډ په پلازمېنې بنکاک کې وشوه ـ د افغانستان بدني روزنې او المپیک عمومي مشر حفیظ الله ولي رحیمي برخه اخېستې وه.
د اسیا المپيک شورا د افغانستان په سوله کې ورزش مهم وبللو او د افغانستان بدني روزنې او المپیک مشر ښاغلي رحیمي یې د دې شورا په چوکاټ کې د سولې او ورزش د کمېسیون د غړي په توګه ومنلو.
د افغانستان بدني روزنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا د افغانستان لهپاره ستر خبر وګڼلو او په وینا یې، پهداسې حال کې چې د افغانستان د سولې لهپاره هڅې ګړندۍ شوېدي؛ نو د اسیا المپیک شورا په سولې او ورزش کمېسیون کې د افغانستان غړیتوب د هېواد د سیاسي، ټولنیز او فرهنکي بدلونونو لهپاره د ځوانانو په همغږي کولو کې مهم رول لوبولی شي.
.jpg)
د بدني روزنې خبرپاڼې کې راغلي چې د سولې او ورزش په کمېسیون کې د افغانستان شاملېدل د افغانستان سوله کې د همکارۍ په موخه د نړۍوالې ټولنې جلبولو لهپاره مهم ګام بولي.
په همدې حال کې د عمومي اسمبلی پر مهال د افغانستان المپیک ملي کمېټې سکرتر جنرال محمدیونس پوپلزي ته د اسیا المپیک شورا په چوکاټ کې په روغتیایي کمېسیون کې غړیتوب ورکړل شو.
د افغانستان بدني روزنې ریاست د اسیا المپیک شورا په چوکاټ کې دوو کمېسونونو کې د افغانستان غړیتوب په ترلاسه کولو افغان ولس او ورزشي ټولنې ته مبارکي ورکړې.
د عمومي اسمبلې پرمهال له ۲۸ کلونو راهیسي د اسیا المپيک شورا مشر کویټي شیخمحمد الصباح یو ځل بیا له کوم سیال پرته د راتلونکیو نورو ۵ کلونو او تر ۲۰۲۴ کاله پورې د اسیا المپیک شورا مشر وټاکل شو.





