.jpg)
د افغانستان غېږنیونې (پهلوانۍ) ملي لوبډلې ته د غورو لوبغاړیو د ټاکلو په موخه نن د افغانستان پهلوانۍ فدراسیون لهخوا په کابل کې د هېواد په کچه ملي سیالۍ پيل شوې.
د افغانستان پهلوانۍ فدراسیون له لوري دغو سیالیو ته د پلازمېنې کابل په ګډون د ۸ ولایتونو څخه سلګونه لوبغاړي په بېلابېلو وزني کټیګریو کې راغوښتل شويدي چې د حربي ښوونځي په ورزشي جمنازیوم کې یې سیالۍ پیل کړې.
پهدې سیالیو کې به د کابل په ګډون د پروان، لوګر، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، بلخ او هرات ولایتونو څخه ټولټال ۹سوه پهلوانان په ۱۰ بېلابېلو ورزشي کټیګريو کې سیالۍ وکړي.
.jpg)
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو لهمخې، ګډونوال لوبغاړي به د ۵ ورځو لهپاره په کابل کې وي چې ټولټال د هر وزن ۳ غوره او ټولټال ۳۰ لوبغاړي د افغانستان پهلوانۍ ملي لوبډلې ته غوره شي.
د سیالیو د پرانیستې مراسمو کې د هېواد د المپیک او بدني روزنې ریس حفیظ الله ولي رحیمي ټینګا وکړ چې لوبغاړي باید د پوره دقت او عدالت په نیولو کې غوره شي.
د غه راز ښاغلي رحیمي د افغانستان د دفاع وزارت له مسوولانو نه هم مننه وکړه چې د هېواد په کچه یې د پهلوانۍ ملي لوبډلې غوراوي سیالیو کوربتوب ته زمینه برابره کړه.
ورته مطالب:
افغانستان ۳۵ کاله وروسته په پهلوانۍ کې مډال وګټلو
هندي پهلوان نارسینګ ته المپيک سیالیو کې د لوبېدو اجازه ورکړل شوه





