د افغانستان معلولیت لرونکو کرکټ ملي لوبډلې دویمه ماتې

دافغانستان معلولیت لرونکو کرکټ ملي لوبډله د یو لړ نړیوالو کرکټ سیالیو ترسره کولو لپاره د پاکستان کراچۍ ښار ته تللې چې خپله لومړۍ سیالۍ کې یې ماتې وخوړه.

د پاکستان د معلولیت لرونکو کرکټرانو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې  چې افغان لوبډلې د روان سفر لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه پرون د پاکستانۍ لوبدلې سره ترسره کړه چې په کې افغانستان په ۲۶ منډو دیوې په زړه پورې لوبې وروسته ماتې وخوړه او پاکستان ۱-۰ مخکیوالی ترلاسه کړ.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د ۳ نړیوالو شل اوریزه لوبو د لړۍ دویمه شل اوریزه لوبه نن ترسره شوه، چې په کې افغانستان دویمه ماتی هم وخوړه او ټاکل شوې ده دریمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به دفبرورۍ په ۲۴مه نیټه د پاکستانۍ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

د پاکستان د معلولیت لرونکو کرکټرانو رسمي ویبپاڼه لیکي، چې د پرون ورځې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او د ۶ لوبغاړو په سوځیدو یې د حسنین عالم د ۵۵ منډو په مټ په ټاکل شویو اورونو کی ۱۷۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره نبي الله ۲ خو محمد اشرف ، اکرام الله او شیرین اکاخیل بیا یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ویبپاڼه لیکي چې ددې هدف ترلاسه کولو په موخه افغان لوبډلې هم ښکلی لوبه وکړه او د جهانزیب د ۴۶ منډو، نبي الله ۲۵ او عبیدالله ۲۰ منډو سره سره یې هدف ترلاسه نکړای شو او د ۶ لوبغاړو په سوځیدو یې په تاکل شویو ۲۰ اورونو کې ۱۵۳ منډې جوړې کړای شوې.

دپاکستان لپاره په بالینګ کې امیراحمد او فیاض احمد د افغانستان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ددې سفرپه ترڅ کې به دافغانستان او پاکستان معولیت لرونکو کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د ۳ شل اوریزه لوبو ترڅنګ ۲ نړیوالی یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام