کابل کې د ژمني فوټسال ټورنمېنټ پیلېږي

ټاکل شوې‌ده روانه اوونۍ په کابل کې ژمنی فوټسال ټورنمېنټ پیل شي چې ۸ فوټسال کلپونه به په‌کې سیالۍ وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، دغه ټورنمېنټ ته (ورزش د نشه‌یي توکیو دوښمن) نوم ورکړل شوی چې د کابل د ۴ زونونو منتخبې فوټسال لوبډلې به‌ په‌کې سیالۍ وکړي.

ورته مطالب:

افغانستان د لومړي ځل له‌پاره د اسیا فوټسال جام ته لاره پیدا کړه

قرغزستان د فوټسال ۳ افغان لوبغاړي واخیستل

د فوټسال دغه ژمنی ټورنمېنټ به د روانې فېبرورۍ په ۵مه نېټه پيل شي او تر ۱۳مې نېټې به د افغانستان فوټبال فدراسیون په فوټسال جمنازیوم کې روان وي.

د دې ټورنمېنټ له‌پاره د ۸ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ د ګروپونو معلومولو له‌پاره پچه‌اچونه وشوه چې په ۲ بېلابېلو ګروپونو کې د سیالۍ ډګر ته وځي.

د اعلان شوي مهالوېش او لوبډلوېش پر بنسټ به په لومړي ګروپ کې یاران، ځوان کابل، ستارګان استقلال او یلان لوبډلې یو د بل پر واړندې ولوبېږي.

دغه راز په دویم ګروپ کې هم ۴ لوبډلې دي چې ظاهراسد، نخبګان، جوانان متحد او د کارته‌نو ځوانان فوټسال کلپونو به په‌کې سیالۍ وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام