د افغانستان نوې برابره شوې ۱۹ کلنه کرېکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش په کوربتوب د ۱۹ کلنو په اسيايي جام سياليو لهپاره د ښه چمتووالي په موخه نن له کابله هندوستان ته لاړه.
افغان کرېکټبورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، پهدې سفر کې پر ۱۵ لوبغاړیو سربېره ۳ تنه احتیاطي لوبغاړي هم شته او په تمريناتي کمپ کې به برخه واخلي چې نومونه یې نهدي اعلان شوي.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، د هند په تمریني سفر کې لومړی پنځه ورځنی تمریناتي کمپ شامل دی چې بیا به لوبډله له نیپال، هندوستان او د هندوستان NCA تر نولسو کلونو کمعمرو ځوانانو لوبډلې سره ۱۰ ورځې بېلابېلې تمریناتي لوبې وکړي.
کرېکټ بورډ وایي، له دې تمریناتي ۳ درېاړخیز سیریز وروسته افغان ۱۹ کلنه کرېکټ ملي لوبډله یو ځل بیا د پنځو ورځو لهپاره خپل تمرينات پهدې هېواد کې ترسره کړي.
نولس کلنه کرېکټ ملي لوبډله به بیا د سپټمبر په ۲۵ نېټه له هنده بنګلهدېش ته سفر وکړي او هلته به تر ۱۹ کلنو د کمعمرو ځوانانو په اسيايي سياليو کې ولوبېږي.
ټاکل شوېده، د افغانستان ۱۹ کلنه کرېکټ ملي لوبډله به د ۱۹ کلنو په ایشیا کپ کې خپله لومړۍ لوبه د روان سپټمبر په ۲۹ نېټه له اماراتو سره وکړي.
.jpg)
افغان لوبډله به د دې سیالیو په دوام دویمه لوبه کې د اکټوبر په لومړۍ له نیپال سره او د لیګ په وروستۍ لوبه کې به د اکټوبر په ۲مه نېټه له هندۍ ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ لهخوا د بېلابېلو غوراوي، روزنیز او تمریناني سیالیو پړاونو وروسته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان شوه چې ریاض حسن ، صدیقالله،عابد محمدي، اعجاز، فرحان، بصیرخان، محمد حسن، عبدالله، محمد اسحاق، عبدالرحمان، عثمان غني، سمیعالله، نویداحمد ، نویدخان او ذاکرالله پهکې شامل دي.
افغان کرېکټبورډ د ایشیا کپ لهپاره په غوره شوې ۱۵ کسیزې لوبډلې کې کپټان، مرستیال کپټان او ان وېکټ ساتونکی هم نهدی مشخص کړی.
د افغانستان کرېکټ بورډ د نوې پرېکړې لهمخې، له دې وروسته به په افغان ۱۹ کلنه کرېکټ ملي لوبډله کې لوبغاړي یوازې یو ځل اجازه ولري چې د افغانستان په استازیتوب په ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې ولوبېږي.





