
افغان له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې وکولی شول چې نن د نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې د سیالې سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.
په پیل کې د لوبې پچه د سوېلي افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
يادې لوبډلې په ۲۹.۱ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې جوړې کړې او افغان نولس کلنو لوبډلې ته يې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.
د سوېلي افريقا د توپوهونکيو په سوځولو کې تر ټولو ډېر ۶ لوبغاړي شفیق الله غفاري وسوځول، دوه لوبغاړي تېز توپ اچوونکي فضلحق وسوځول او دوه لوبغاړي نوراحمد لکڼوال وسوځول.

ورپسې افغان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې په ۲۵ اورونو کې یې د سیالې لوبډلې هدف ترلاسه کړ او په دې سره یې د نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه.
د افغان توپوهونکو له منځ عمران میر ۵۷ ډېرې او ابراهیم ځدراڼ ۵۲ منډې وکړې او سیاله لوبډله یې له ماتې سره مخ کړه چې په پایله کې د غوره توپ اچونې له کبله شفیق الله غفاري ته د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.
د یادولو ده چې افغان له ۱۹ کلنو کم عمره د کرېکټ لوبډله به د روانې جنوري میاشتې په ۲۲مه نېټه خپله دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړي.





