حمید حسن او میرویس‌اشرف بېرته کرکټ ته راستنېږي

ټاکل شوې‌ده، د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي حمید حسن او میرویس‌اشرف له ټپونو څخه په روغېدو ډېر ژر بېرته افغان کرکټ ملي لوبډله کې ولوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ رسنیز مسوول محمد عزیزغروال سلام وطندار سره په خبرو کی وویل، چې دواړه لوبغاړي اوسمهال په کابل کی په تمریناتو بوخت دي.

د غروال پر وینا، په هندوستان کې دواړو لوبغاړیو بریالۍ درملنه شوې‌ده او اوسمهال په کابل کې په خپلو وروستیو تمریناتو بوخت دي، چي صحي او فیزیکي حالت بېخي ښه شوی دی.

د کرکټ بورډ رسنیز مسوول دا هم وویل، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته به د دواړو لوبغاړیو راتګ د هغوی په فټنس پورې تړلی وي.

د نوموړي په خبره، دواړه لوبغاړي به د ویسټ‌انډيز سفر ته تر غوره کېدو مخکې په بېلابېلو روزنیزو کمپونو او تمریناتو کې برخه واخلي او بیا به یې تیاری وارزول شي.

ده وویل، تېز بالر حمید حسن او الراونډر میرویس اشرف د افغانستان د کرکټ له‌پاره مهم لوبغاړي دي، له کافي تجربې څخه برخمند دي او له همدې کبله کرکټ بورډ یې درملنې ته ډېر پام وکړ او هڅه کوي چې راتلونکې ته یې ښه تیار کړي.

د کرکټ بورډ دغه چارواکي زیاته کړه، دا چې دواړه لوبغاړي له یوې اوږدې مودې وروسته بېرته د افغانستان له‌پاره د کرکټ کولو لپاره ډګر ته را روان دي؛ نو په کابل کې پیلېدونکي «سولې» جام او «میلیون» جام کرکټ سیالیو کې یې د لوبېدو چانس هم کم دی.

 ۲۹ کلن حمید حسن په ۲۰۱۲م کال کې د انګلستان پر خلاف لوبه کې ټپي شو او له هغې راهیسې یې دوامداره کرکټ نه‌دی کړی او له تېر یو کال راپه‌دې‌خوا یو ځل بیا د زنګونونو پخوانیو ټپونو له کبله له ملي لوبډلې لېرې دی.

دغه راز الراونډر میرویس‌اشرف هم له تېرو ۶ میاشتو راهیسې د «هیمسټرینګ» ټپونو له کبله له افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه لېرې دی، چې د دواړو راستنېدل به راتلونکې میاشت د ویسټ‌انډيز په سفر کې افغان کرکټ ملي لوبډله نور هم قوي کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام