د فوټبال نړۍوال جام له پیله مخکې په‌دې پوه شئ

یوازې د یوی ورځې په فاصلې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د جون له ۱۴مې د جولای تر ۱۵مې نېټې د ۲۰۱۸ کال د روسیې په کوربتوب د فوټبال نړۍوال جام د کوربه او سعودي عربستان لوبډلو ترمنځ په یوازینۍ سیالۍ پیلېږي.

د سږ کال ۲۲م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لومړي ځل له‌پاره په روسیه کی ترسره کېږي او د فوټبال نړۍ د ۶ وچو ۳۲ بهترینې لوبډلې په‌کې د لوبېدلو په موخه روسیې ته رسېدلي دي.

برازیل د فوټبال نړۍوال جام د تاریخ تر ټولو کامیابه لوبډله ده چې ۵ ځلې یې د دې جام اتلولي ګټلې ده؛ خو له ۲۰۰۲ کال راهیسي د بیاځلي اتلولۍ له‌پاره ناکامې هلې ـ ځلې کوي چې په تېر ۲۰۱۴ کال فوټبال نړۍوال جام نیمه‌پای لوبې کې په‌خپل کوربتوب د اتلې المان خلاف ۷ د ۱ ګول پر وړاندې له سترې ماتې سره مخ شوه.

دفاعي اتله المان بیا د سږ کال په فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د برازیل حساب برابرولی شي چی تراوسه یې ۴ ځلې د فوټبال نړۍوال جام سیالیو د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.

ایټالیي بیا چانس لرلو چې د سږ سیالیو دفاعي اتلې المان حساب برابر کړي او څلورمه اتلولي وګټي؛ خو په حیرانوونکي توګه د یاد هېواد فوټبال ملي لوبډلې د سږ فوټبال نړۍوال جام سیالیو ته لاره پیدا نه‌کړای شوه.

انګلستان، فرانسې او اسپانیی هغه درې نورې لوبډلې دي چې یو ځل یې د اتلولۍ جامونه ګټلي؛ خو ارجنټاین او یوراګوایی بیا دوه ـ دوه ځلې د اتلولۍ جامونه ترلاسه کړي‌دي.

د فوټبال نړۍوالی جام سیالۍ له ۱۹۷۴ کال راهیسي په اوسني «فیفا نړۍوال جام» په نامه یادېږي؛ خو له ۱۹۳۰ تر ۱۹۷۰ کاله نړۍوال جام په «جولیس ریمیټ» یادېدلو.

د فوټبال په وروستیو ۳ نړۍوالو جامونو کې د ایټالیې، فرانسې او المان بریاوو اروپا وچه له امریکا وچې څخه ۱۱ د ۹ اتلولیو پر وړاندې مخکی کړه چې د فوټبال نړۍوال جام ترسره شوې اتلولۍ کې یوازې د دغو دواړو وچو یو هېواد ګټلی دي.

د فوټبال نړۍوال جام د تاریخ تر ټولو مخکښ ګول‌وهونکی میروسلیف کلوز دی چې په ۴ نړۍوالو جامونو کې یې ۱۶ ګولونه وهلي دي؛ خو سږنیو سیالیو کې به د لوبغاړي په توګه نه، بلکې د المانۍ لوبډلې د روزنې دنده په غاړه ولري.

کریسټیانو رونالډو په ۱۵ ګولونو سره دویم او توماس مولر په ۱۴ ګولونو سره د مخکښو ګول‌وهونکیو په ډله کې درېیم مقام لري.

د فوټبال نړۍوال جام په تاریخ کې المانی توماس مولر هغه یوازینی لوبغاړی دی چې په یو نړۍوال جام کې یې ۱۰ ګولونه وهلي وو او سږ کال به هم د لوبغاړي په توګه د المان له‌پاره ولوبېږي؛ خو په یو ټورنمېنټ کې بیا د زیاتو ۱۳ ګولونو ریکارډ په ۶ لوبو کې له فرانسوي فونټین سره دی چې په ۱۹۵۸ کال فوټبال نړۍوال جام کې یې وهلي وو.

د ۳۲ ګډونوالو لوبډلو په کتار کې انګلستان یوازینی هېواد دی چې د اوسنۍ لوبډلې ټول لوبغاړي یې په‌خپل هېواد او هم د خپل هېواد په غوره‌لیګ کې لوبېږي؛ خو د مکسیکو هېواد فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي بیا یوولسم مقام لري چې د اوسنۍ لوبډلې ډېری لوبغاړي یې د خپل هېواد لیګ او ملي لوبډلې په پرتله د نړۍ په نورو لیګونو کې لوبېږي.

دغه راز د فوټبال نړۍوال جام سیالیو تاریخ ثابته کړې چې د سیالیو کوربه هېوادونه دویم پړاو ته رسېدلي دي او که روسیه هم د یوراګوایي، مصر او سعودي عربستان سره په ګروپ کی دویم پړاو ته لاره پیدا کړي؛ نو بیا به د ۲۰۱۰ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو کوربه سویلي افریقا لوبډله د دې جام د تاریخ یوازینۍ لوبډله وي چې په لومړي پړاو کې له مخکې تګ پاتې شوې‌وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام